1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران افغانستان سره د نفتو په برخه کې لوی تړون لاسلیک کړ

۱۳۹۰ دی ۶, سه‌شنبه

ایران له افغانستان سره د دوشنبې په ورځ د نفوتو په برخه کې یو لوی تړون لاسلیک کړ. د دې تړون له مخې به دغه هیواد هر کال افغانستان ته په میلیونو ټنه نفت، پترول او د الوتکو د سون مواد صادر کړي.

https://p.dw.com/p/13ZqD
اوس مهال افغانستان له روسې، ترکمنستا، عراق ازبکستان او نورو هیوادونو څخه نفت رانیسي
اوس مهال افغانستان له روسې، ترکمنستا، عراق ازبکستان او نورو هیوادونو څخه نفت رانیسيانځور: AP

دغه خبر ایراني رسنیو د سه شنبې په ورځ ورکړی دی. د دغه هیواد رسنیو د قرارداد د اصلي ارزښت په اړه معلومات نه دي ورکړي. دغه قرارداد د دوشنبې په ورځ د افغانستان د سوداګری او صنایعو د وزیر، انورالحق احدي، او د ایران د نفتو د وزارت د مرستیال تر منځ لاسلیک شو.

د افغانستان او ایران تر منځ دغه قرارداد په داسې حال کې لاسلیک کیږي چې ایران د سختو نړیوالو بندیزونو سره مخامخ دی. متحده ایالات او اروپایي ټولنه خو آن په دې هڅه کې دي چې د ایران د ممکنه اټومي پروګرام له کبله د دغه هیواد په وړاندې لا سخت بندیزونه وضع کړي.

د ایران د نفتو وزارت د روان کال په فبروري میاشت کې وویل چې هیله لري افغانستان خپل ټول د ضرورت وړ نفت له دغه هیواد څخه راونیسي. خو د افغانستان حکومکت هغه وخت دغه وړاندیز ته د نه ځواب ورکړ او وویل چې له پاکستان او د نورو اسیایې هیوادونو څخه به هم د نفوتو رانیولو ته دوام ورکړي.

افغانستان د خپل ضرورت څه نا څه ۳۵ سلنه نفت د روسېې، ترکمنستان او عراق څخه واردوي. دغه نفت د ایران له لارې افغانستان ته رسیږي.

د ۲۰۱۰ کال په پای کې ایران افغانستان ته د نفتو پر تلونکو ټانکرونو خپله پوله وتړله. هغه وخت ایراني چارواکو ویل چې شک لري ناټو به د ایران له لارې افغانستان ته د واریدیدونکو نفتو څخه کار واخلي.

دا یوازې ایران نه دی چې افغانستان ته پر واریدیدونکو نفتو یې خپلې پولې کله نا کله تړلې دي. پاکستان هم وخت نا وخت دغه کار تر سره کوي. دغه هیواد د ورستې ځل لپاره تیره میاشت د ناټو پر قطارونو وروسته له هغې خپله پوله وتړله چې د دغو ځواکونو په یوه برید کې د پاکستان ۲۴ سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دغه پیښه د افغانستان او پاکستان پولې ته څیرمه رامنځ ته شوه چې د امریکا او پاکستان اړیکې یې تر بل هر وخت خړې کړې.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض