1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران او شمالي کوریا لا سره نزدې شول

۱۳۹۱ شهریور ۱۱, شنبه

ایران او شمالي کوریا په بېلابېلو برخو کې د همکاریو تړونونه لاسلیک کړي دي. ویل کیږي چې دواړه هیوادونه غواړي له دې تړونونو سره د غربي هیوادونو د فشارونو پر ضد په گډه مقاومت وکړي.

https://p.dw.com/p/1622P
انځور: Reuters

ایران او شمالي کوریا د شنبې په ورځ دغه تړونونه لاسلیک کړل. په دې ترڅ کې د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد، د شمالي کوریا له تشریفاتي مشر کیم یونگ نام، سره ولیدل. دغه خبري د ایران دولتي رسنیو خپرې کړي دي.

کیم ایران ته د ناپیلو هیوادونو په غونډه کې د گډون له پاره تللی وو. په ایراني رسنیو کې د احمدي نژاد په حواله راغلي دي: «د شمالي کوریا په څیر، امپرالیستانو پر ایران باندي هم سیاسي فشارونه زیات کړي دي. ځکه چې هغوی نه غواړي چې دغه دوه هیوادونه خپلواک پاته شي او پرمختګ وکړي.»

د ایران او کوریا تر منځ په لاسلیک شوو تړونونو کې د زده کوونکو د استولو پروگرامونه او په گډه پر څیړنیزو پروژو باندي کار کول هم شامل دي. دواړه هیوادونه به د انرژۍ، چاپیریال، کرهڼي او خوراکي توکو په برخو کې په گډه څېړني وکړي.

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه ای، د کوریا تشریفاتي مشر کیم یونگ نام، ته ویلي دي چې دواړه هیوادونه گډ دښمنان لري او له دې کبله باید یو ځای شي چي د بهرنیو فشارونو پر وړاندي مقاومت وکړي او خپلو هدفونو ته ورسیږي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاش