1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

افغان ځوانان د ایران له خوا د سوریې جګړې ته استول کیږي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۶, یکشنبه

د سوریې په کورنۍ جګړه کې تر ډیره بریده پورې بهرني جنګیالي د نورو هیوادونو په ګټه جنګیږي. د جګړې لومړۍ کرښتې ته استول شوي زیاتره دغو جنګیالیو بیا د خپل عمر ۱۸ کاله هم نه دي پوره کړي.

https://p.dw.com/p/2xGCe
Türkische Truppen drängen nach Syrien
انځور: Reuters/Khalil Ashawi

هغه وخت چې د ایران انقلابي ګارد م. [بشپړ نوم د مرکه کیدونکي په غوښتنه نه دی کارول شوی] ته وړاندیز وکړ چې یا په سوریه کې وجنګیږي او یا به هم بیرته افغانستان ته اخراج شي چې د طالبانو منګولو ته ولویږي، نو م. ته بل انتخاب پاتې نه شو. هغه پرته له فکر کولو پریکړه وکړه چې سوریې ته ولاړ شي. دا ۲۰۱۴م کال وو او م. لا هم تنکی ځوان وو چې له ښوونځی هم فارغ شوی نه وو.

مخکې له دې چې م. سوریې ته ولاړ شي، نوموړی د یوه ښه ژوند په هیله له کابل څخه ایران ته مهاجر شو. دغه وخت م. د سوریې او په دې هیواد کې د جګړې په هکله هیڅ معلومات نه لرل.

م. په دې هکله دویچه ویله ته وویل چې له مرګه ویریدلی وو او په وینا یې جنګ ځپلي افغانستان ته بیرته تګ ورته امکان نه درلود نو له دې امله یې سوريې ته تګ انتخاب کړ. هغه په خپلو خبرو کې وړاندې وویل: «که ریښتیا ووایم نو ښې پیسې یې راکولې.»

م. وايي چې په میاشت کې به یې ۷۰۰ ډالر ترلاسه کول. د م. له پاره چې په ایران کې یې د کالیو ګنډلو په یوه شرکت کې کار کوه دغه پیسې ډیرې زیاتې وې. م. په دې شرکت کې د کار کولو پر مهال د ایران د پولیسو له خوا نیول کیږي او بیا د بې اسناده افغان مهاجر په توګه د پولیسو بند ته استول کیږي.

په ۲۰۱۴م کال کې ایران بیا د سوریې د ولسمشر بشار الاسد د لا ډیر ملاتړ له پاره لستوڼي بډوهلي وو. د ایران په دې هڅو کې د بشار الاسد د وفاداره جنګیالیو سره د مرستې په توګه سوریې ته د سرتیرو او جنګیالیو لیږل شامل وو چې زیاتره یې د م. په شان په ایران کې میشت افغان مهاجر ول.

تر نیول کیدو وروسته م. د لسګونو نورو افغان مهاجرینو سره یو ځای د ایران د پولیسو په یو زندان کې وو. تر هغه ځایه چې د م. په یاد دي، نو په زندان کې ټولو کسانو د افغانستان پر ځای سوریې ته د تګ پریکړه وکړه. هغه چې پښیمانه دی وايي چې په پای کې دغه پریکړه د هیچا په ګټه نه وه.

د سوریې افغان جنګیالي او په آلمان کې د پناه غوښتنه

م. یو تنکی افغان ځوان دی، لنډ ویښته لري او اوسمهال د آلمان په پلازمینه برلین کې له یو شمیر افغانانو سره په یوه کور کې په ګډه ژوند کوي. نوموړی په سوریه کې د خپل وخت کیسې رایادوي او د مرګ او ویرې داستانانونه په زړه کې لري. م. دا مني چې تل هڅه کوي چې دغه خاطرې هیرې کړي خو وايي چې دا کار آسانه نه دی.

م. د سلګونه زرو نورو بې اسناده مهاجرو له ډلې څخه یو دی چې په ایران کې یې ژوند کړی. په ایران کې میشت زیاتره افغان مهاجرین شعیه او د هزاره توکم څخه دي چې د ایران د انقلابي ځواک له لوري جذبیږي او بیا په سوریه کې د شعیه ګانو د مقدسو ځایونو د ساتنې له پاره د بشار الاسد د ځواکونو سره اوږه په اوږه جګړې له پاره دغه جګړه ځپلي هیواد ته ته استول کیږي.

ځینې نور افغان مهاجرین بیا د پیسو او په ایران کې د قانوني اقامې د ترلاسه کولو په دام کې لویږي. دغه اسناد په دې سخت وخت کې په ایران کې میشت افغان مهاجرینو له پاره د ژوند د اوبو په معنی دي. د م. په شان نور افغان مهاجرین د ایران له خوا جوړ شوې د فاطمیون په لوا کې جذبیږي، داسې یوه ډله چې ټول د افغان مهاجرینو او هزاره شعیه ګانو څخه جوړه ده.

د افغانستان په ولسي جرګه کې د فراه ولایت چې له ایران سره په پوله پروت دی، استازې حمیرا ایوبي وايي چې په ایران کې دغه راز جلب او جذب په ښکاره توګه او پرته له کومې ویرې روان دی. نوموړې دویچه ویله ته په دې هکله وویل چې په افغانستان کې خلک په دې هکله ډیر معلومات لري چې ایران بې وزله هزاره مهاجرین هدف ګرځوي خو څوک نه غواړي چې په دې هکله ښکاره خبرې وکړي. 

دویچه ویله ځینې داسې معلومات هم په لاس راوړي چې په دې دلالت کوي چې په افغانستان کې هم د فاطمیون له پاره جلب او جذب کیږي. ډیر شمیر  هغه کسانو  چې د فاطمیون د جذب د څانګې چارواکو ورسره اړیکه نیولې، دوی د کابل په غربي سیمه کې د دې لوا د جلب او جذب د یوه غیر رسمي مرکز خبره کوي. د کابل په دغو سیمو کې میشت زیاتره کسان هزاره افغانان دي. دغو کسانو له دویچه ویله سره په خبرو کې تائید کړې ده چې دغه مرکز وخت نا وخت خپل ځای بدلوي.

میرمن ایوبي دویچه ویله ته د ایران له خوا د افغانانو د جذبولو د موضوع په هکله وویل چې ایران په ایران کې میشت او آن په افغانستان کې بې وزله افغانان په نخښه کیږي او بیا دوی سوریې ته د جګړې له پاره استول کیږي. د دې کار په بدل کې دغو جنګیالیو ته پیسې، محافظت او په ځینو مواردو کې د ایران له لوړپوړو چارواکو سره د ملاقات زمینه برابریږي.

ماشومتوب او ناسمه ټاکنه

د تیر کال په ترڅ کې د افغانستان د بشري حقونو د څار د سازمان لخوا په خپاره شوي یوه رپوټ کې ویل شوي وو چې د ایران د فاطمیون په لوا کې ان ۱۴ کلن تنکي ماشومان جذب شوي او په جګړه کې ترې کار اخیستل کیږي. په رپوټ کې راغلي دي: «د نړیوالو قوانینو په رڼا کې، د جګړې له پاره له ۱۵ کلونو د کم عمر ماشومانو جذبول یو جنګي جنایت دی.»

م. هم هغه مهال یا ۱۴ او یا هم ۱۵ کلن وو. م. د جذب پرمهال د خپل عمر په هکله ډاډه نه دی. د م. مور د هغه د زیږون پر مهال مړه شوې او پلار یې بیا د نشيي توکو یو معتاد دی چې بیا یې وروسته خپله کورنۍ پریښي نو له دې امله هم هغه خپل د زیږیدو د نیټې په هکله معلومات نه لري. نوموړي دویچه ویله ته وویل: «د [ایران] انقلابي ګارد پوهیده چې زه ۱۸ کلن نه یم.»

تر جذبیدو لنډ وخت وروسته هغوی د جګړې کرښې ته انتقال شول.  دوی لومړی ملیحه ته، بیا دیره او بیا حمرا ته د جګړې له پاره تللي. دا د هغو جګړو او ځایونو نومونه دي چې د م. له پاره د چاودنو، ډزو، کوڅه په کوڅه او کور په کور د جګړو له خاطرو پرته بله معنی نه لري.

نن ورځ کله چې هغه په سوریه کې خپل تیر وخت رایادوي وايي چې په ایران کې یې څو میاشتې روزنه هم ترلاسه کړې. هغه وايي په سوریه کې تر نهو میاشتو وروسته، له یوه بد پای سره مخامخ شو او هغه دا چې په یوه راکټي برید کې یې خپل ملګری عباس له لاسه ورکړ. د هغه په وینا تر دغه برید وروسته هغه له سوریې څخه د هوا له لارې تهران ته ولیږیدول شو. د م. په خبره په هغه روغتون کې چې د ده درملنه کیده، ټول ناروغان افغانان ول.

وروسته له هغې چې م.له روغتون څخه رخصت شو، نو م. قاچاقبرانو ته د شاوخوا ۷۰۰۰ یورو په ورکولو سره ځان اروپا ته ورسوو. هغه دا مني چې آلمان خو پریږده، آن د اروپا په هکله یې ډیر معلومات نه لرل. خو م. یو خوندي ځای غوښته، داسې یو ځای چې بیا جګړې ته ونه لیږل شي.

په برلین کې د هغه استوګنځي ته څیرمه یوه ډله میرمنې او ماشومان له پلاستیکي خلطو سره په انتظار کې دي چې ډوډۍ ترلاسه کړي. م. اوس د آلماني چارواکو هغه پریکړې ته انتظار باسي چې د هغه بخت ټاکي. داسې ښکاري چې په آلمان کې د هغه د پناه غوښتنه به په مشکل سره ومنل شي، ځکه آلمان افغانستان یو خوندي ځای ګڼي او په دې وروستیو کې یې د افغانانو اخراج ته هم زور ورکړی.

هغه وخت چې م. د خپل تیر وخت په هکله فکر کوي وايي چې د ایران د انقلابي ځواکونو له خوا د وړاندې شوو انتخابونو څخه هغه ناسم انتخاب کړی وو. هغه وايي چې ممکن په سوریه کې زما جګړه یوه اشتباه وه خو زیاتوي چې زه کوچنی وم او ډیر هوښیار نه وم.