1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ایران ته د طالبانو د هییت سفر څیړل کیږي»

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ خرداد ۱۲, یکشنبه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې ایران ته د طالبانو د یوه هیت د سفر په هکله د دغه هیواد له چارواکو سره خبرې کوي. په عین وخت کې وزارت د خپلو اتباعو څخه غوښتي دي چې ایران ته د غیر قانوني تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

https://p.dw.com/p/18iXg
انځور: DW

د ایران رسمي خبري آژانس «فارس» ویلي دي چې د طالبانو د یو شمیر مشرانو په مشرۍ یوه هییت د سولې د خبرو اترو په موخه ایران ته سفر کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وایي تر هغه وخته چې ایران ته د طالبانو د هییت سفر د ایران له لوري تایید نه شي، د دغه سفر په اړه کومه تبصره نه کوي.

د بهرنیو چارو د وزرات ویاند جانان موسی زي د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۲م کال د جون دویمه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل: «موږ د هغه راپور په اړه چې خپور شوی دی، د ایران د اسلامي جمهوریت له مقاماتو سره په تماس کې یو، تر څو د دغه راپور صحي والي یا نه صحي والی په اثبات ورسیږي.»

تر دې د مخه د افغانستان حکومت تل پر دې خبره ټینګار کړی دی چې د سولې پروسه، یوازې په قطر کې د طالبانو د دفتر له لوري پرمخ وړل کیږي او بهرني هیوادونه باید په جلا جلا ډول له طالبانو سره خبرې اترې تر سره نه کړي.

ښاغلي موسی زي پر دې خبره ټینګار وکړ چې د ایران حکومت په تیر وختونو کې د افغانستان په مشرۍ د سولې د پروسې د پرمختګ ملاتړ کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې په تیرو یوولسو کلونو کې د ناټو د حضور سربیره هم، افغانستان او ایران ښې اړیکي لرلي دي.

موسی زي وویل چې د افغانستان په اړه د ایران رسمي دریځ ثابت دی: «د افغانستان په اړه د ایران د دولت د مشرانو دایمي دریځ دا دی چې هغوی په افغانستان کې د سولې پلویان دي. هغوی په افغانستان کې د سولې ملاتړ کوي او نړیوال تروریزم چې د افغانستان خلک یې په وینو لړلي، نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې سیمې له پاره یو ګواښ دی.»

ایران ته د سفر پر مهال خطرونه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات له خپلو وګړو غوښتي دي چې ایران ته د غیر قانوني سفر څخه ډډه وکړي. د دغه وزارت چارواکي وایي چې په ایران کې د ټاکنو د تر سره کیدو له امله د پولې په دواړو خواوو کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي. د بهرنیو چارو وزرات له خپلو اتباعو وغوښتل چې ایران ته د سفر پر مهال له قانوني لارو استفاده وکړي. موسی زي زیاته کړه:

«د بهرنیو چارو وزرات له خپلو اتباعو په ټینګار سره غوښتنه کوي، چې د انساني قاچقبرانو په فریب کې را نه شي او یوازې د قانوني اسنادو یعنې پاسپورت او ویزې د درلودلو په صورت کې د قانوني لارو تګ راتګ وکړي، تر څو د هغوی سفر خوندي وي.»

موسی زي وویل چې په دې ورځو کې د ایران پوله د غیر قانوني تګ راتګ له پاره ډیره خطرناکه ده.