1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران د اټومي موافقتنامې له لغو کیدو څخه خبردرای ورکړی

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۷, دوشنبه

د ایران ولسمشر حسن روحاني په څرګندو ټکو د اتومي موافقتنامې د لغوه کولو پر وړاندې خبردارې ورکړی دی. واقعیت هم دا دی چې ایران داسې انتخابونه لري چې د امریکا او اروپا له پاره به خوشحالي نه ولري.

https://p.dw.com/p/2xIsX
Iran Hassan Rouhani
انځور: picture alliance/AP Photo/Iranian Presidency Office

د ایران د ولسمشر حسن روحاني خبرداری ډیر روښانه دی. هغه وویل چې که د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ اټومي موافقتنامه بې اعتباره اعلان کړي، په هغه صورت کې به امريکا له دې کاره تر هغه اندازې پښیمانه شي چې په تاریخ کې به سارې ونه لري. هغه زیاته کړه: «ترمپ باید پوه شي چې زموږ خلک متحد دي».

په عین وخت کې روحاني د ایران په شمال سبزوار ښار کې وضاحت ورکړ چې هیواد به یې د امریکا متحدو ایالاتو پر ځای د اروپا دریځ ته ډیر متوجه وي. هغه وویل: «امریکا متحد ایالات به موافقتنامه یا رد او یا به يې بیا هم مخې ته خنډ جوړولو ته ادامه ورکړي». نوموړي زیاته کړه چې ولیدل شي چې اروپایان په دې اړه د امریکا متحدو ایالاتو له سیاست څخه واټن نیسي، که څنګه؟

دغه اشاره د دې ښکاریندویې کوي چې د اټومي موافقتنامې د لغو کیدو په صورت کې به ایران څرنګه احتمالي غبرګونونه ؤښيې. په دې معنی چې ایران به هڅه وکړي چې لویدیځ بلاک په دوو ټوټو وویشي، څو په دې توګه له یوې خوا د امریکا متحدو ایالاتو د متفاوتو علاقمندیو او له بلې خوا له اروپایې هیوادونو استفاده وکړي. بل لور ته ممکن دی لږ تر لږه د ایران د اټومي موافقتنامې په مساله کې د ایران او اروپایې اتحادیې تر منځ نږدیوالې رامنځته شي.

د اسرائیلو د نظامي ځواکونو د تحقیقاتي بنسټ پخوانی مشر آموس خیلاد، د دې هیواد لیبرال ورځپاڼي ته په دقیق ډول د همدې امکان په هکله خبرداری ورکړی دی. خیلاد وویل چې که چیري امريکا له دې موافقتنامې ووځي، نو ایران به هڅه وکړي چې د اروپایې او امریکایې لورو ترمنځ درځ رامنځته کړي. خیلاد زیاته کړه چې کیدای شي دا کار د ایران په ګټه تمام شي:«که امریکایان له دې موافقتنامې ووځي، باید دوی بدیلونه تیار کړي. خو زه وینم چې داسې یو څه نه رامنځته کیږي».

په برلين کې د «علم او سیاست» له بنسټ څخه کارپوه اولیور مایر په دې اړه وایې: «ایران دا رد کړې چې د اټومي موافقتنامې په اړه دې دوباره خبري وشي. اروپایان هم دا نه غواړي. دا کار د عملي کیدو وړ هم نه دی، ځکه په دې صورت کې نه یوازې باید د موافقتنامې جداګانه موارد بدل شي، بلکې ټول یې باید بدل شي».

هغه ټینګار وکړ چې دا ډول بدلون ډیر پیچلې او ستونزمن دی. دا چې د ترمپ له خوا د ایران د اټومي موافقتنامې د لغو کیدو په اړه به د اروپا او متحده ایالاتو تر منځ د نظر اختلاف تر کمې اندازې وي، په لومړي قدم کې په دې پورې هم تړلې ده چې د ترمپ د پریکړې له امله رامنځته کیدونکي پایلې به تر کومې اندازې ټولیزې او پریکړنده وي.

که د ایران پر وړاندې د بندیزونو لغو کیدل بې اعتباره اعلان شي او له ایران سره د معاملې او اقتصادې اړیکو له پاره په نړیواله کچه یو بندیز وضع شي، په هغه صورت کې د اروپایانو او امريکا متحدو ایالاتو تر منځ اختلاف نظر به لا پسې ژور شي.