1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ایران د سوریې جګړې ته افغان ماشومان لېږي»

۱۳۹۶ مهر ۱۰, دوشنبه

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ) پر ایران تور لګولی دی چې د سوریې جګړې ته افغان مهاجر ماشومان استوي. د نړیوال قانون له مخې د پنځلس کلنو ماشومانو جذبول په جنګي جرمونو کې راځي.

https://p.dw.com/p/2l4yM
Iran, Fatemion Einheit
انځور: MEHR

نړیوال غیر حکومتي سازمان هیومن رایټس واچ، د یکشنبې په ورځ په خپل یوه رپوټ کې ویلي دي چې آن ۱۴ کلن افغان ماشومان د ایران د انقلابي ګارد په «فاطمیون» لښکر کې جنګیدلي دي. فاطمیون لښکر هغه وسله واله ډله ده چې ویل کیږي ټول غړي یې افغانان دي، ایران يې ملاتړ کوي او په سوریه کې د حکومتي ځواکونو په پلوي جنګیږي.

د هیومن رایټس واچ څیړنه د ایران په هدیرو کې د هغو شناختو د انځورونو په هکله وه، چې د سوریې په جګړه وژل شوي کسان په دغو هدیرو کې ښخ شوي. له اتو څخه یو قبر ښيي چې یو ۱۴ کلن افغان د تهران د «بهشت زهرا» هدیرې په هغه څنډه کې ښځ شوی دی چې د هغوی په خبره د «شهیدانو» له پاره ځانګړې شوې ده.

د ایران رسنیو ځینې پيښې تائید کړي دي او شپږو نورو افغان ماشومانو ته یې اشاره کړې ده چې په سوریه کې وژل شوي دي.

د بشري حقونو د دغه سازمان د منځي ختیځ مشرې سارا لیاح ویتسون، ویلي دي: «ایران باید په عاجل ډول د ماشوم عسکرو ګومارل ودروي او هغه افغان ماشومان بیرته راولي چې د سوریې جګړې ته استول شوي دي.»

په ایران کې افغانان د اقامې تر لاسه کولو هڅه کوي

د ایران د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په هیواد کې یې شا او خوا ۲،۵ میلیونه افغانان اوسیږي. د دغو افغانانو يې زاتره د اقامې یا په دغه هیواد کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري.

د رسنیو د رپوټونو له مخې د فاطمیون لښکر، ۱۴۰۰۰ جنګیالي لري چې د ایران له لوري روزل شوي او ملاتړ یې کوي. دغه لښکر چې په ۲۰۱۳م کال کې جوړ شوی، په اړه یې هیڅ ډول رسمي ارقام نه شته.

یو۲۹کلن افغان چې د هیومن رایټس واچ، له لوري د «علي» په نوم ياد شوی، د دغه سازمان څیړونکو ته په اګست میاشتې کې ویلی دي چې وروسته له هغې فاطمیون لښکر ته ورغی چې ورته وویل شول که چیرې له دغه لښکر سره یو ځای شي نو د اقامې اسناد په تمدیدولو کولو به ورته ډیر سهولت وي.

علي، هیومن رایټس واچ ته ویلي دي: «هغوی زما څخه د هیڅ ډول اسنادو په هکله پوښتنه نه ده کړې، خو هغوی غوښتل چې دا خبره ورته یقیني کړو چې موږ افغانان يوو.» هغه زیاته کړې ده چې دوی باید په ۱۸ کلنۍ کې استخدام شوي وای، خو په وینا یې یوازې زموږ د عمر پوښتنه وشوه او نور هیڅ ډول اسناد و نه غوښتل شول.

په منځني ختیڅ کې د هیومن رایټس واچ یوې څیړونکي سپهري فار، ویلي دي: «داسې نه بریښي چې دا دې یوه قصدي پالیسي وي چې ماشومن جذب کړل شي.» د هغې په خبره دا یو ډول د کار بې ترتیبي ښيي چې چارواکي او استخدام کوونکي کسان د عمر د اثبات له پاره کوم اسناد نه غواړي.

که څه هم د قبرونو پر شناختو باندې د لیکل شوي ځینې نیټې د وژل شوو افغانانو عمرونه تر اتلسو کلونو زیات ښيي، خو په سوریه کې د یو شمیر وژل شوو کسانو کورنیو له ایراني چارواکو سره په خبرو کې ویلي دي چې د قبرونو پر شناختو د خپلوانو لیکل شوي عمرونه سم نه دي. د هغوی په خبره دغو ماشومانو له فاطمیون لښکر او یا هم د سوریې جګړې ته د تللو له پاره خپل سن تر اتلسو کلونو زیات ښوولی وي.

د افغان ماشومانو حقونه

ایران په رسمي توګه وایي چې هغه افغانان چې په ایران کې اوسیږي او فاطمیون لښکر سره یو ځای شوي دي، ټول داوطلب کسان دي. په ۲۰۱۵م کال کې ایران وروسته له هغې افغان ماشومانو ته په ښوونځیو کې د داخلیدو اجازه ورکړه چې د دغه هیواد روحاني مشر علي خامنه ايي وویل: «هیڅ افغان ماشمو چې آن اسناد هم و نه لري، باید له ښوونځي پاتې نه شي.»

د نړیوال قانون له مخې، پوځي ګومارنه باید لږ تر لږه له اتلس کلنۍ څخه وي او تر پنځلسو کلونو کښته ځوانانو روزنه او د عسکر په توګه ځای پر ځای کول د جنګي جرم په توګه انګیرل کیږي.