1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران يو وار بيا له اتومي تړون څخه سرغړونه وکړه

۱۳۹۸ آبان ۱۶, پنجشنبه

د ايران د دولتي رسنيو په حواله دغه هېواد يو وار بيا د فردو په اتومي تاسيساتو کې د يوازنيمو غني کول پېل کړي او په دې توگه یې له نړيوال اتومي تړون څخه سرغړونه کړې. نورو هېوادونو پر ایران د تړون د مراعتولو غږ کړی.

https://p.dw.com/p/3ScNS
Iran Atomanlage Fordo
انځور: AFP/Atomic Energy Organization of Iran/HO

ايران د پنجنشنبې په ورځ په فردو کې په سمڅو کې په پرتې دستگاه کې د يورانيمو په غني کولو پېل کړی او په دې توگه د ۲۰۱۵م کال د نړيوال اتومي تړون څخه يو بل قدم پر شا شوی دی.

د يورانيمو د غني کولو چاره چهارشنبه نيمه شپه هغه مهال پېل شوه چې يوارنيم د دستگاه سانتريفيوژنو ته ور داخل کړل شول. سانتريفيوژ هغه څرخنده سیلندرونه دي چې د اتومي عناصرو د جلا کولو له پاره کارول کيږي.

د رسنيو په حواله د ايران د اتومي انرژۍ د سازمان له خوا ويل شوي: «د چمتووالي تر نيولو وروسته د پنجشنبې په ورځ په فردو کې سانتريفيوژنو ته د يورانيم گاز داخلیدل پېل شول. دا ټوله پروسه د ملگرو ملتونو د اتومي څار د پلټونکو له خوا وڅارل شوه.»

د ۲۰۱۵ م کال په تړون کې چې د «گډ عمل جامع پلان» نوم ورته ورکړل شوی وو، راغلي ول چې ټول ۱۰۴۴ سانتريفيوژونه به د غني کولو له پاره نه کاریږي بلکې د «نورو موخو له پاره» د مثال په توگه د ملکي موخو له پاره به ترې استفاده کیږي.

خو د ايران د اتومي انرژۍ د سازمان د وياند بهروز کمالوندي، وويل چې اوس به ۶۹۶ سانتريفيوژونه د يوارنيمو د غني کولو په موخه کارول کيږي.

تر دې وروسته به څه کیږي؟

بهروز کمالوندي د ایران دولتي تلویزيون ته وويل: «پروسه به د باثباته کیدو له پاره يو څو ساعتو ته اړتيا ولري او د شنبې په ورځ کله چې به د نړيوالې اتومي انرژۍ پلټونکي دلته بيرته راشي نو د يوارنيمو د غني کولو ۴،۵ سلنه کچې ته به رسېدلي يو.»

دغه هېواد چې څومره ډېر يورانيم پروسس کړي هومره د هغه اندازې ترلاسه کولو ته نزدې کيږي چې د يوه اتوم بم د جوړولو له پاره بسنه کوي. د ۲۰۱۵م کال د تړون د لومړۍ بڼې موخه د دې پروسې سستول وو. ايران په وار وار سره دا خبره رد کړې چې گڼي د اتومي وسلو د جوړولو نيت لري.

Iran Atomanlage Fordo
ايران پر امريکا متحده ایالاتو د فشار اچولو له پاره د يورانيمو د غني کولو پروسه بیرته پيل کړېانځور: picture-alliance/AP Photo/Maxar Technologies

د ایران د تسنيم خبري آژانس په حواله د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته هم د چهار شنبې په ورځ فردو ته د اتومي توکو د لاريو د رسېدو په اړه خبر ورکړل شوی وو. دغه دستگاه د قم ښار شمال ته تر ځمکې لاندې تونلونو کې جوړه شوې ده.

ايران ولې دا پروسه بیرته پیل کړه؟

ایران د يورانيمو د غني کولو پروگرام په دې تمه بيرته پېل کړی چې ښايي پر امريکا به د «زيات فشار» په راوړلو سره دغه هېواد ته دې اړ کړي چې په ۲۰۱۸م کال کې لگول شوي بندیزونه لغوه کړي. ولسمشر دونالد ترمپ پر تړون له دې کبله نیوکې کولی چې د ایران په گټه دی.

امريکا متحده ایالاتو د بندیزونو په بیرته لگولو سره په يو اړخیزه توگه له هغه اتومي تړون څخه ووت چې د ايران او »پنځه جمع يو« قدرتونو ترمنځ، يعني امريکا، بريتانيا، فرانسې، چين، روسیې او آلمان ترمنځ شوی وو.

ايران هم د دې په ځواب کې وار په وار له دې تړونه سرغړونه پېل کړه او د يورانيمو د غني کولو پروسه یې په کرار کرار چټکه کړه.

د ایران دا تازه گام به د دې تړون د ژغورلو چانس لا پسې ضعيفه کړي چې اروپايي ټولنه یې د امريکا پر بندیزونو سربيره د ايران څخه د مراعتولو غوښتنه کوي.

bs/ms (Kate Martyr)