1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

ایران پر شپږ کلني افغاني نجلۍ جنسي تیری کوونکی اعدام کړ

۱۳۹۶ دی ۱۴, پنجشنبه

د ایران ځايي رسنیو خبر ورکړ چې دې هیواد هغه کس اعدام کړ چې یوه شپږ کلنه نجلۍ یې بې پته کړې وه او وروسته هغه مړه شوه. دې پیښې په ایران او افغانستان کې سخت بحثونه راپورته کړي ول.

https://p.dw.com/p/2qK46
Deutschland Galgen im Neanderthal Museum Mettmann
انځور: picture-alliance/dpa/R. Weihrauch

د ۲۰۱۶ کال په اپریل میاشت کې شپږ کلنه ستایش قریشي، د ورامین په ښار کې د امیر حسین پ. له خوا لومړي برمته او بیا ووژل شوه. امیر حسین پ. په هغه وخت کې ۱۷کلن وو.

د تهران قضايي مشر غلام حسین اسماعیلي، په دې اړه وویل: «د قرباني کورنۍ د محکمې د حکم پر تطبیق باندې ټینګار کاوه چې نن سهار [د اعدام حکم] تطبیق شو.»

په ایران کې د جنسي تیري، قتل او مخدره توکو قاچاق په ګډون یو شمیر جرایمو ته د اعدام سزا ورکول کیږي. دغه سزا تر ۱۸ کلنۍ کښته مجرمینو ته هم ورکول کیدای شي خو تر ۱۸ کلنۍ مخکې نه شي تطبیقیدای.