1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران په عراق کې څومره نفوذ لري؟

عبدالباري حکیم (دویچه ویله)۱۳۹۳ مرداد ۲۲, چهارشنبه

ایران د عراق په سیاست کې ډیر نفوذ لري. د عراق اوسنی صدراعظم نوري المالکي دغه نفوذ ډیر ښه احساسوي، ځکه تهران له هغه څخه اوس مخ اړولی او له دې سره د هغه د اقتدار د پای ورځې رارسیدلې دي.

https://p.dw.com/p/1CtUn
انځور: picture-alliance/dpa

نوري المالکي له دې مخکې ډیر ښه خبر وو چې تهران د هغه شا ته ولاړ دی. په ۲۰۰۶ کال کې کله چې مالکي د لومړي ځل له پاره د عراق صدراعظم وټاکل شو تهران له هغه څخه سمدلاسه ملاتړ وکړ. دغه راز د عراق د افراطي سنیانو پر ضد په جگړه کې هم مالکی د تهران په ملاتړ حساب کولای شو. خو نوموړی چې له اوږدې مودې په عراق کې د یوې ملي پخلاینې څخه مخ اړولي نور زیاتي د تهران د مشري څخه ناهیلي شوی دی.

د سه شنبې په ورځ د ایران د ملي امنیت شورا د عراق په هکله د خپل تگ لارې د بدلون اعلان وکړ. د دغې شورا د وینا له مخې ایران د مالکي د گوښه کولو له پاره د عراق د پارلماني پروسې ملاتړ کوي. له دې سره د دریمې دورې له پاره د مالکي د پاتې کیدو هیلي له خاورو سره برابرې شوي دي.

په ۲۰۰۳ کال کې د دیکتاتور صدام حسین له نسکوریدو را په دې خوا ایران د عراق په چارو کې پراخه لاس وهنه کوي. د آلمان د ایرفورت د پوهنتون د استاد او د عراق د چارو کارپوه فرهاد سیدر، د ارزونی له مخې په عراق کې د ایران د نفوذ سابقه ډیره تاریخی ده. دا نفوذ هغو شیعه ډلو پوری رسیږي چی د صدام حسین د واکمنې په موده کې په ایران کې په جلا وطني کې اوسیدل. د عراق ټول شعیه سازمانونه، گوندونه او ملیشې د ایران له نفوذ څخه اغیزمنې دي. نوموړی کار پوه یادونه کوې: «حتې د کردستان د وطنپالو ټولنه هم له ایران سره نزدې اړیکې لري. ایران یو ستر هیواد دی او ځان د ټولو شعیه گانو ساتونکي گڼي.»

سیاسی، پوځي او مذهبي نفوذ

تهران کولای شي چی په مختلفو سطحو کې د عراق پر تحولاتو باندې نفوذ ولری. په لومړي قدم کې سیاست راځي. د کرنیجي د بنسټ د بیروت د منځني ختیځ د مرکز مشره لینا خطیب، په دې اړه وایي: «هغه د عراق د الدعوه له گوند سره چې مالکي او نوی نومول شوی صدراعظم العبدي دواړه د هغه غړي دی، نزدی اړیکې لري. بل دا چی ایران د عراق پوځ نه یوازې تمویلوي، بلکه له یو گڼ شمیره ملیشه ځواکونو څخه ملاتړ هم کوي. د ایران د نفوذ دریمه ساحه مذهبی بڼه لري.»

د عراق په ښارونو لکه نجف او کربلا کې د شعیه گانو مذهبي زیارتونه موجود دي. له دغو زیارتونو څخه هر کال په زرهاو ایرانیان او عراقیان لیدنه کوي.

په خاصه توگه د عراق د سیاست مزی د تهران په لاس کی دی. کارپوهه خطیب وایي: «د ایران نفوذ دومره زیات پیاوړی دی چې گومان نه کیږي د تهران له هوکړې څخه پرته په عراق کې څوک د صدراعظم په توگه وټاکل شي.»

خو د منځني ختیځ د بیروت د مرکز مشره خطیب، په عین وخت کې یادونه کوې چی دغه نفوذ د دې معنی نه لري چې ایران هر څه په عراق کی کنترولوي: «د بیلگې په توگه په عراق کې ځینې مذهبي مشران، لکه ایت الله علی سیستاني شته چې د ایران هیڅ مذهبی مشر ته غاړه نه ږدي. سیستاني په عراق کی د ایران د هر ډول لاسوهنې که سیاسي وی یا مذهبی مخالف دی.

د آلمان د ارفورت د پوهنتون استاد سیدر هم وایي چې په بغداد کې د شعیه گانو تر نفوذ لاندې حکومت د تهران کوم لاس پوڅی رژیم نه دی. د اپریل د میاشتی را په دې خوا د صدارت د مقام پر سر کش کړپ ته په کتو سره سیدر وايي:«د ایران د نفوذ د ځغملو سرحد معلوم دی.»

هغه زیاتوي: «ایران حتی څو میاشتې مخکې له مالکي څخه مخ واړه. که څه هم د ایران پیاوړي جنرال قسیم سلیماني له میاشتو را په دې خوا په عراق کې د کړکیچ د آرامولو دنده پر غاړه لري خو بریالی نه شو چې مالکي په آسانی سره له قدرت څخه راوپرځوي.»

کارپوه سیدر د مالکی سرتمبتوب ته په اشارې سره وایی: «کله چې عراقي سیاسي قوتونه د سرتمبگی لاره ونیسي بیا نو د ایران په اصطلاح چف و کوف هم گټه نه کوي.»

عراق د شعیه نړې یو برخه ده

د ایران اسلامي جمهوریت له عراق څخه څلور ځلې لوی او درې ځله یې نفوس ترې زیات دی. د تهران له پاره د هغه لویدیځ گاونډی له ستراتیژیک لحاظه خورا اهمیت لري. کارپوه سیدر وایی چی عراق د شعیه نړې یوه نه بیلیدونکې برخه ده چې ایران ورباندې د یوې پروژې په توگه کار کړی دی: «دا یوه ډیره گرانه پروژه ده ترڅو ایران پر دغې برخې خپل نفوذ ټینگ وساتي.»

په عراق کې د ایران ستراتیژیکي، سیاسي او مذهبي گټې اوس د «اسلامي دولت» نومې افراطي سني ترهگرې ډلې له هجوم سره له خطر سره مخامخې شوې دي. د دې له پاره چې د دغه افراطي هجوم مخه ونیول شي ایران له خپل سرسخت دښمن امریکا متحده ایالاتو سره لاس یو کړی دی.

واشنگتن او تهران دواړه د «اسلامی دولت» ترهگره ډله چی د عراق د شمال یوه زیاته برخه یی تر خپل کنترول لاندې راوستی ده او د شعیه گانو مذهبی زیارتونو ته یی گواښ پیدا کړی خپل مشترک دښمن گڼي.

د کارپوهې خطیب د معلوماتو له مخې د ایران د اسلامی جمهوري گارد ځینې ټولگي همدا اوس د سني ملیشو پر ضد جنگیږي. د متحده ایالاتو هوايی ځواک هم پر هغو بمباری پیل کړې دي ترڅو د بغداد له مرکزي حکومت او کردانو سره مرسته وکړي. د خطیب په نظر دا د دې زمینه برابروي چې ایران په عراق کې د خپل فعالیت په هکله له امریکا متحده ایالاتو سره په یوه دیالوگ کی داخل شي.