ایران یوولس تنه قاچاقچیان په دار وځړول
۱۳۹۰ آذر ۴, جمعهد ایران د دولتي تلویزون په وینا دغه قاچاقچیان د فارس ولایت د شیراز په ښار کې په یوه زندان کې تر هغې وروسته په دار وځړول شول چې د ایران سترې محکمې د هغوي د مرګ سزا تأید کړه.
قتل، زنا، زنا باالجبر، د وسلې پر زور غلا کول، د نشه یي توکو قاچاق او مرتد کیدل ټول هغه جرمونه دي چې په ایران کې ورته د مرګ سزا ټاکل شوې ده. دغه سزاګانې په ۱۷۷۹م کال کې د اسلامي انقلاب وروسته ټاکل شوي دي.
د بخښنې د نړیوال سازمان په وینا په نړۍ کې د چین وروسته ایران دوهم هیواد دی چې په کې زیات اعدامونه تر سره کیږي. تیر کال په ایران کې لږ تر لږه ۲۵۲ تنه په دار وځړول شول.
ایران د خپل هیواد پر قضایي سیستم هر رنګه نیوکه ردوي او وایي چې د مخدره توکو لوېې ستونزي ته د غبرګون په توګه دوي دغه اسلامي قوانین پلي کوي.
د ایران د دولتي تلویزون په وینا د فارس په ولایت کې امنیتي ځواکونه هر کال کابو ۶۰ ټنه نشه اي توکو نیسي.
د افغانستان څخه د نشه اي توکو د قاچاق په وخت ایران د ترانزيتي لارې په توګه استعمالیږي. دا په داسې حال کې ده چې روسیې تیره اونۍ ویلي وو چې په افغانستان کې د مخدره توکو پر ضد د امریکا متحده ایالاتو هڅې د قناعت وړ نه دي.
روسیه په نړۍ کې یو د هغو هیوادونو څخه شمیرل کیږي چې په کې په زیاته کچه مخدره مواد استعمالیږي.
افغانستان د نړۍ په کچه تر ټولو نورو هیوادونو ډیر کوکنار تولیدوي چې د دغو کوکنارو څخه بیا وروسته هیروین جوړیږي. په افغانستان کې د تولید شوو هیروینو څلورمه برخه روسیې ته قاچاقیږي.
په ایران کې د اسلامي انقلاب وروسته د مخدره توکو پر ضد د مبارزر په ترڅ کې تر اوسه ۳۵۰۰ ایراني سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش