1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته د ایټالیا او هسپانیې مرستې کمیږي

۱۳۹۱ مرداد ۷, شنبه

پوځي چارواکي وایي چې هسپانیه او ایتالیا د اقتصادي ستونزو له کبله له افغانستان سره خپلې پرمختیایي مرستې راکموي. دغه دواړه هیوادونه د پورونو له بحران سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/15fvE
انځور: DW

ایټالیا هر کال په افغانستان په ډیرو تعلیمي پروژو کې پېسې مصرفوي خو دغه هیواد سږ کال د افغانستان له پاره له خپلې پرمختیایي بودجې څخه ۴۰۰۰۰۰ یورو کموي. هسپانیه هم غواړي چې د ايټالیا پر قدمونو پښې کیږدي او د افغانستان له پاره خپله پرمختیایي بودجه راکمه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په روانې میاشت کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د راروانو پنځو کلونو له پاره د ۱۶ میلیارده ډالرو مرستو وعده وکړه. نړیوالې ټولنې له افغانستان څخه د دې مرستو په بدل کې له اداري فساد سره د مبارزه کولو غوښتنه وکړه.

په هرات کې د ايتالیا د ولایتې بیا رغونې د دفتر مشر فرانسسکو پرینسایپ، وایي: «د اقتصادي ستونزو له کبله موږ ته سږ کال ډیرې پیسې نه رسیږي.»

ایټالیا په افغانستان کې ۴۰۰۰ سرتیري لري چې څه نا څه ټول ئې په هرات ولایت کې میشت دي. پرینسایپ وایي چې هغه ۴۰۰۰۰۰ یورو چې د روان کال له مرستو څخه کمې شوې دي د بیارغونې د پروژو له پاره کارول کیدې.

ایتالیا په هرات کې یو نوی هوایي ډگر هم جوړ کړی دئ چې ورباندې ۱.۴ میلیارده ډالر مصرف شوي دي.

هسپانیه په افغانستان کې شاوخو ۱۵۰۰ سرتیري لري چې د هرات او بادغیس په ولایتونو کې میشت دي. په بادغیس ولایت کې د هسپانیوي ځواکونو یو چارواکی لویس سیربین کاربونیل، وایي چې سږ کال به د افغانستان له پاره د هسپانیې په بودجه کې د اقتصادي ستونزو له کبله ډیر کموالی راشي.

هسپانیې تیر کال په افغانستان کې لس میلیونه یورو مصر کړې خو دغه هیواد د روان کال له پاره یوازې ۷.۳ میلیونه یورو بودجه لري. د هسپانیاوي چارواکو په خبره دا پېسې به د سړک جوړولو او په نورو پروژو کې مصرف شي.

ان داسې هیوادونه چې اقتصاد ئې د ایټالیې او هسپانیې په پرتله ښه دي هم له افغانستان سره خپلې مرستې تر ۲۰۱۴ کال وروسته کموي. له دې سره داسې اندیښنې رامنځ ته شوي دي چې ایا افغانستان به وشي کولای چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته پر خپلو پښو باندې ودریږي او که نه؟

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: شمس الرحمن ناصر