1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اېټاليه او يونان د مهاجرو الیکترونيکي ثبتول پېلوي»

آژآنسونه۱۳۹۴ دی ۲۹, سه‌شنبه

د پناه غوښتونکو له پاره د اروپايي اتحاديې کميسار ديميتريس اوراموپولوس ويلي دي چي د فبرورۍ په مياشت کي په ايټاليه او يونان کي «هاټ سپوټس» مراکز فعال سي.

https://p.dw.com/p/1Hg7Z
انځور: DW/D. Cupolo

«هاټ سپوټس» هغه پلان سوو مراکزو ته ويل کيږي چيري چي به د مهاجرو اليکترونيکي ثبت کيږي. اوراموپولوس دغه څرګندونې د آلمانۍ ورځپاڼي «زيوډ ډويچه څايټونګ» سره په مرکه کي کړي دي.

د «هاټ سپوټس» په مرسته به له مهاجرو څخه د هغوی د ګوتو نخښي هم اخيستل کيږي او د اروپايي اتحاديې په مرکزي کمپيوتر کي به کتل کيږي چي دغه کسان خو به امنيتي ګواښ نه وي. د دغو مهاجرو ثبت سوي معلومات به په يو مرکزي کمپيوتر کي ځېرمه کيږي.

د «هاټ سپوټس» په مرسته د ځېرمه سوو معلوماتو په مرسته بيا اروپايي اتحاديه کولای سي چي د بېلګي په توګه ثبت سوي مهاجر، هر چيري چي هم وي، د اروپايي اتحاديې پر بيلو هيوادونو ووېشي. په دې ترڅ کي ښايي د «ډبلين تړون» هم په آسانه سره عملي سي. د دغه تړون له مخي پناه غوښتونکي بايد په هغه اروپايي هيواد کي پناه ورکړي کوم ته چي په لومړي ځل راداخل سوي وي. معنی که يو څوک اروپايي اتحاديې ته د يونان له لاري راننوتلی وي، نو د ډبلين د تړون له مخي د يونان علاوه په بل اروپايي هيواد کي د پناه غوښتلو حق نه لري.

له ۸۵۳ زور زيات کډوال

د کډوالۍ د نړيوال سازمان IOM د تازه خپاره کړل سوو شمېرو له مخي د جنورۍ په مياشت و يونان ته د کښتيو په مرسته تر ۳۰ زرو څخه زيات پناه غوښتونکي راغلي دي. دا په داسي حال کي چي د تېر مېلادي کال ۲۰۱۵ په جنورۍ مياشت کي ۱۴۷۲ پناه غوښتونکي د سمندر له لاري يونان ته ورغلي ول.

په دې توګه اټکل کيږي چي ښايي په ۲۰۱۶ مېلادي کال د تېر کال په پرتله لا زيات پناه غوښتونکي د اوبو له لاري يونان ته ورسيږي. د IOM سازمان د شمېرو له مخي په ۲۰۱۵ کال په ټوليزه توګه تر ۸۵۳ زرو څخه زيات پناه غوښتونکي د سمندر په لاري يونان ته ورغلي ول. له دغو پناه غوښتونکو څخه ۹۰ سلنه سوريايان، افغانان او عراقيان بلل سوي دي.

«يو اروپايي حل»

د اتريش د بهرنيو چارو وزير کُرڅ و اروپا ته د راتلونکو پناه غوښتونکو د شمېر له پاره د حد اکثر شمېرې او حد ټاکلو غوښتنه کړې ده. نوموړي ويلي: «په اُتريش کي زموږ له پاره دا خبره نوره روښانه ده، چي په ۲۰۱۶م کال کي بايد د تېر کال وضعه بيا تکرار نه سي.» نوموړي دا خبري د آلماني تلويزيوني پروګرام «هويټه ژورنال» سره د مرکې پر وخت وکړې.

کُرڅ ويلي دي چي د اروپايي اتحاديې غړي هيوادونه که خپلي پولي تړل پېل کړي، نو ښايي دا پاته غړي هيوادونه هم دغه کار ته وهڅوي. د نوموړي په وينا په دې توګه ښايي دا د دې مؤجب سي چي «يو اروپايي حل» پسي تلاښ وسي. د دغه اُتريشي سياستوال په وينا تر اوسه پوري د يونان له پاره وضعه «په لوړه اندازه مسترح» ده.

«د شينګن د پای آغاز»

کُرڅ زياته کړه: «(په يونان کي) پناه غوښتونکي د امکان تر حد پوري په چټکه توګه د منځنۍ اروپا پر لور لېږدول کيږي.» د کُرڅ په وينا د اروپايي اتحاديې بعضي هيوادونه لکه آلمان، اُتريش او سوېډن په لوړه اندازه د پناه غوښتونکو ځايولو ته اړ دي، خو يو شمېر نور غړي هيوادونه «تر هيڅ ډول کړونکي فشار» لاندي نه دي.

خو د اروپايي اتحاديې کميسار ديميتريس اوراموپولوس خبرداری ورکړی، چي د «شينګن» د ساحې په تړاو تړون کي دي لاس نه وهل کيږي. د «شينګن» د تړون له مخي د دغي ساحې د ټولو غړو هيوادونو اتباع په آزاده توګه بل غړي هيواد ته سفر کولای او هلته اوسېدلای او کار کولای سي. د اورامپولوس په وينا که د «شينګن» د ساحې بعضي غړي هيوادونه د خپلو پولو په تړلو لاس پوري کړي، نو ښايي «دغه د شينګن د تړون د پای آغاز وي.»