1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بابس انترنتي فعالان لټوي

مسعود جهش/ دويچه ويله۱۳۹۲ بهمن ۱۶, چهارشنبه

په داسې حال کې چې د انترنت کاروونکي غواړي له دې لاري له نورو سره خپل معلومات شریک کړي او د خپلو شخصي معلوماتو ساتنه وکړي، دویچه ويله په انترنت کې فعالان لټوي او هغوی ته جایزې ورکوي.

https://p.dw.com/p/1B35W

د دویچه ویله د بابس (The Bobs) جایزه په ۲۰۰۴ کال کې پیل شوه. دغه جایزه هغه ادارو او وگړو ته ورکول کیږي چې د انترنت له لاري یې د بیان له آزادۍ څخه د ساتني هڅي کړي وي. په هسپانیا کې د ناوارا پوهنتون د مولټي میدیا مواصلاتو پروفیسور او د بابس د ژوري هيت پخوانی غړی جوز لویس اوریهویلا، وایي: «یو له بل سره په ارتباط کې د پاتېدو د عصر تر پیلیدو مخکي، د بیان د آزادي امکان یوازې له هغو کسانو سره ول چې عامه رسنیو ته یې لاسرسی لاره.»

اوریهویلا وايي چې اوس څه نا څه هر وگړی د خپل گرځنده تلیفون له لارې له نورو سره تړلی دی او باید د بیان د آزادي له حق څخه دفاع وکړي.

د پيشي او موږک لوبه

د انترنيت سانسور
انځور: Fotolia/Calado

د آزادۍ کور یا Freedom House سازمان د وروستي رپوټ له مخې په وروستیو کلونو کې د انترنت له لاري د بیان آزادي د نړۍ په یو شمیر سیمو کې محدوده شوې ده. د آلمان د بې سرحده خبریالانو سازمان د انترنت د آزادۍ څانگې مشر هیوک گایرو، هم دغه خبره تاییده وي او وایي: «موږ د خبریالانو او ویبلاگ لیکونکو پر وړاندي د دوامداره تاوتریخوالي شاهدان یو. نړۍ باید دې موضوع ته نوره توجه هم وکړي.»

لس کاله مخکې په چین، ایران او یو شمیر نورو هیوادونو کې پر انترنت باندي څارنه کیده او فعالانو باید د دې په خاطر چې له سانسور څخه خوندي وساتل شي، هویت یې افشا نه شي او له ستونزو سره مخامخ نه شي له بېلابېلو شیو څخه کار اخیست.

د گایرو په خبره چین په دې کار کې تر نورو مخکې دی او ډیر شمیر انترنتي پاڼو ته اجازه نه ورکوي چې په دې هیواد کې فعالیت وکړي. خو د انترنت د آزادۍ د دې فعال په خبره د انترنت ډیر کاروونکي بیا له دې وضعیت سره د مبارزې لاري موندي. گایرو دغه وضعیت او د پيشي او موږک لوبې ته ورته بولي. دغه چارواکی وایي چې د بې سرحده خبریالانو د ادارې په حواله اوس په ټوله نړۍ کې نزدې ۱۶۴ انترنتي فعالان په زندانونو کې دي.

څارنه پراخه شوې ده

د امریکا متحده ایالاتو د کورني امنیت استخباراتي ادارې یا NSA د پخواني کارکوونکي ايدوارد سنودن له خوا افشا شوي معلومات ښيي چې دغه اداره نه یوازې د وگړو تلیفونونه ثبتولای شي، بلکي د هغوی ایملونه، د لټولو سابقه او نور ټول لنډ پیغامونه لوستل او له ځان سره ثبتولای شي.

د بيان آزادي محدوده سوې ده
د بيان آزادي محدوده سوې دهانځور: picture alliance / Stefan Rupp

د بابس د ژوري هیت غړي او د گواتمالا د بشري حقونو فعاله رانیته اویلا، وايي: «د سنودن له خوا افشا شوي معلومات باید موږ دې ته اړه کړي چې له هغو کسانو څخه حساب واخلو چې له دولتونو سره همکاري کوي، څو وکولای شي پر هر چا باندي څارنه وکړي. موږ باید هغه کسان هم مسوول وگڼو چې زموږ سیستم ضعیفه کوي او د کاروونکو اعتماد ته تاوان رسوي.»

مات شوی اعتماد

په داسي حال کې چې په امریکا متحده ایالاتو او په دیموکراتیکه توگه د حکومتونو له خوا په اداره کیدونکو نورو هیوادونو کې خلکو پر خپل دولت باندي اعتماد لاره چې د هغوی د خصوصي معلوماتو ساتنه به وکړي، د بابس د ژوري هیت غړي ارش ابادپور، بیا وایي چې ایرانیان له پخوا څخه په دې خبره پوهیدل چې باید په خپله د ځان ساتنه وکړي.

هغه وایي چې د سنودن له خوا افشا شوي رازونه د خلکو اعتماد ته ډیر تاوان رسولی دی: «هغه څه چې سنودن وکړل ښيي چې دغه اعتماد تر یوه حده پوري خیالي دی.» ابادپور وایي چې ډیر وخت له ځانه پوښتي چې په انترتي نړۍ کې څرنگه د اعتماد فضا رامنځ ته کیدای شي.

خو تر هغه وخته پورې چې د خلکو او دولت تر منځ یو ځل بیا د انترنت په برخه کې اعتماد رامنځ ته کیږي، کارپوهان وایي چې خلک باید داسي لاري چاري پیدا کړي چې هم خپل شخصي معلومات وساتي او هم له نورو سره معلومات شریک کړي.

بوبس درخواستونه مني

د فبرورۍ مياشتي له پنځمي نېټې څخه بابس یو ځل بیا داسي کسان لټوي چې د انترنت په برخه کښي يې ښه فعالیت کړی وي او د بیان له آزادۍ یې ملاتړ کړی وي. هغه کسان چې غواړي په دې سیالۍ کې ګډون وکړي، کولای شي تر یوې میاشتې پوري خپل غوښتنلیکونه راواستوي. د بابس سیالۍ په ۱۴ ژبو ترسره کیږي. بشپړ معلومات له www.thebobs.com پاڼې څخه ترلاسه کولای شئ.