1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

باجوه: د افغان مهاجرو د باعزته ستنيدو وخت رارسيدلی دی

۱۳۹۶ بهمن ۳۰, دوشنبه

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باوجوه وايي چې طالبان او د حقاني شبکې غړي پاکستان کې د افغان مهاجرو له کمپونو څخه د خپلو موخو له پاره کار اخلي. هغه وويل: «اوس د افغان مهاجرو د باعزته بيرته ستنيدو وخت رارسيدلی دی.»

https://p.dw.com/p/2suD8
Pakistan Armee chef Qamar Javed Bajwa
انځور: picture-alliance/AA/ISPR

د پاکستان د پوځ مشر دغه خبرې په آلمان کې د مونشن په امنيتي غونډه کې د يکشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۱۸مه)، چې د دغې غونډې دريمه ورځ ده، وکړې.

باجوه په پاکستان کې د افغان مهاجرو د کمپونو په اړه وويل چې افغان طالبان او د حقاني شبکې جنګالي له دغو ځايونو څخه د خپلو موخو له پاره کار اخلي او زياته يې کړه چې ځکه خو اوس د دې وخت راغلی دی چې افغان مهاجر په باعزته توګه بيرته خپل هيواد ته ستانه شي. «دې سره موږ غواړو دا خبره يقيني کړو چې زمونږ له کوربه توب څخه د ناسمې ګټې په پورته کولو سره، زموږ له خاورې د افغانستان خلاف هيڅ تحرکات ترسره نشي.»

هغه وويل چې د دې سربيره د افغانستان او پاکستان تر منځ پوله باندې د اغزن ديوال درول هم اړين دی. باجوه زياته کړه چې په دې برخه کې پاکستان له خپل لوري کيلومترو په اوږدوالي اغزن تار لګولو چاري پيل کړي دي. د هغه په وينا: «د عامو افغانانو ته د آسانتياو د برابرولو او د تروريستانو د مخنيوي په موخه يې پر پوله د بايومتريک او سکنر وسايل هم لګولي دي.»

جنرال باجوه په خپلو خبرو کې وويل چې افراطيت او جهاد ته د خلکو هڅول کومه نوې پديده نه ده او نه هم دا د سپټمبر د ۱۱مې بريدونو وروسته پیل شوی بهیر دی. هغه په اتيايمه لسيزه کې په افغانستان کې د پخواني شوروي ځواکونو خلاف جکړې ته په اشارې سره وويل چې، «دغه تحرکات هماغه وخت د آزادې ليبرالې نړۍ لخوا رامنځ ته کړل شول.» باجوه د خپلو خبرو په دوام وويل چې موږ اوس هغه څه چې څلويښت کاله مخکې مو کرلي وو، ريبو.

د پاکستان د پوځ مشر د تروريزم خلاف جګړه کې د پاکستان لاسته راوړنو او قربانيو ته هم اشاره وکړه. خو وې ويل چې د تروريزم پر مبارزه يوازې د جګړې له لارې نه ګټل کيږي. هغه وويل چې د تروريزم د لمنځه وړلو له پاره بايد د «ملي عمل پلان» او «فساد پر وړاندې مبارزې» پر بنسټ اقدامات ترسره شي.

جنرال باجوه زياته کړه چې پاکستان او افغانستان دواړه خپلواک هيوادونه دي او امن او پرمختک د دواړو هيوادونو حق دی. هغه وويل چې دواړه هيوادونه نه بايد له خپلو سيمو څخه د يو بل پر ضد کار واخلي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ مناسبات له کلونو راهيسې ښه نه دي. د رپوتونو پر اساس، افغانستان ادعا کوي چې طالبانو او نورو تروريستي ډلو کوم چې په افغانستان کې تروریستي فعاليتونه ترسره کوي په افغانستان کې دي، خو پاکستان لور بيا تل د افغانستان حکومت دغه ادعاوي رد کړي دي. افغان لور تل، پاکستان د افغانستان سره د اړيکو په برخه کې په دوه مخيز سياست تورن کړی دی.

په ورستيو کې پر پاکستان باندې د امريکا متحده ايالتونو لخوا هم په دې دليل چې د تروريزم سره په مبارزه کې ريښتينی ندی، فشارونه زيات شوي دي.