1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

باجوړ: د سختو جګړو له امله په لسهاوو زره خلک افغانستان ته مهاجر شوي

۱۳۸۷ مهر ۱۹, جمعه

د سره صليب نړيوالی کميټي همدا څو ورځي د مخه د پاکستان شمال لويديزه سيمه د جګړی د سيمي په حيث اعلام کړه.

https://p.dw.com/p/FXi7
انځور: AP

په دي منځ کي په سل هاوو زره کسه د طالبانو اود پاکستان پوځي قواوو ترمنځ د جګړو له لاسه په هيواد کی د ننه د تيښتې په حال کي دي.

په تيره بيا د افغانستان پولو ته نږدي باجوړ په ايجنسۍ کي د اګست له میاشتی راپديخوا، چي جګړه پيل شوي، جنګونه هماغسی په شدت سره دوام لري.

له هغه ځايه حتي په لسهاوو زره کسه افغانستان ته تښتيدلي دي. هلته د زور زیاتي ډيريدل د امریکا د ټاکنو له مبارزی سره اړوند لری. همدا په تيرو وختونوکې د امريکا حکومت د پاکستان په پوځ باندي د افغانستان پولوته نږدی فعالو طالبانو او القاعدي سره د نامصممه مبارزي د کولو له امله نيوکي کړي وي.

دا سيمه په افغانستان کې د جګړه کونکو طالبانو او القاعدي د په شاتګ سيمه او پټن ځاي دي. د ديموکراتانو ګوند کاندید بارک اوباما د عراق په وړاندي د خپل حکومت په سياست انتقاد کړي او ژمنه يي کړيده، چي د ټاکنو د ګټلو په صورت کي به پوځ له ترور سره د مبارزي ميدان افغانستان ته واستوي.

ده زياته کړيده:

« که مونږ هدف د اوساما بن لادن نيول وی، او د پاکستان حکومت يا نشي کولاي اويا نغواړي چي نوموړي ونيسي، نوفکر کوم چي مونږ بايد پخپله اقدام وکړو. او مونږ به هغه له منځه هم يوسو. مونږ به بن لادن مړ او القاعده به ويجاړه کړو دا د مونږ ملت ته له هربل شي نه وړاندی والي لری ».

Auch nicht besser als Koranschändung
د پاکستان په لويديز کي به د امریکا پوځي مداخله حتی ترافغانستان پوري د طالبانو د قوی کيدولو سبب شیانځور: AP

وروسته د اوباما له دې څرګندونو څخه جمهور ريس بوش ترفشارلاندی راغی او غوښتل يي چي عمل وکړی. او يا دا چی د خپلي رياست جمهورۍ د دوری له پايته رسيدو څخه مخکې ستر برياليتوب ترلاسه کړی. په هرډول نوموړی جمهور ريس هم پاکستان په سرحدي سيموکي د نويو شديدو پوځي بريدونو کولوته مجبوره کړ. او د بهرنيو او دفاع وزارت د ځني کارپوهانو د مشورو په خلاف، د پاکستان په خاوره باندی د خپلو پوځونو د بريدونو اجازه ورکړه.

له هغه وخت راهيسي امريکايي بي پيلوته الوتکې د افغانستان له خاوری څخه پورته کيږي او د پاکستان په هوايي قلمرو ورننوزی او بمباري کوي. او دا عمليات ورځ په ورځ ډيريږي.

ډير وختونه امريکايي عسکر له سرحد څخه آخوا اوښتي دي. پدي ډول د امريکا متحده ايالتونو خپل ملګري ډيرخراب موقعيت ته راوستلی دي. ډير کارپوهان د امريکا دا نوې ستراتيژي د برعکس نتيجي لرونکي بولی. د انګلستان د براد فورد پوهنتون د سولی څيړونکی پاول راجرز پدي اړه وايي:

« زه فکرکوم چي د پاکستان په لويديز کي به د امریکا پوځي مداخله په دوامدار ډول حتی ترافغانستان پوري د طالبانو د قوی کيدو سبب شي. او دا په ډاډ سره په پاکستان کي د امريکا په ضد نظر قوی کړی.

دلته ربړه يوازی د پاکستان په ملي حاکميت باندی تيري ندی، بلکه د افغانستان په شان په پاکستان کي هم د استخباراتو غلط معلومات د دی باعث کيږي، چي د هوايی بريدونو په ترڅ کي ډير ملکي وګړي ووژل شي. چی دا نوهم د افراطيانو پلویان ډيروي.

په پاکستان کی هم عامه افکار بيل بيل نظر څرګندوي. د مثال په ډول ويل کيږی چي طالبانو ته له بهرڅخه لارښونه کيږي. د هغه هيواد د اکسپرس تي وی د ویاند جاويد چودری په خپل سياسي پروګرام کي په تلويزيون کي وويل:

« دا خو ښکاره ده چی د قبايلو سيموته وسلي او تکنولوژي له روسيي څخه راځي. روسیه په زياته اندازه ګولۍ اوچاودونکی مواد د ايران له لاری مزارشريف ته لیږدوی. اوله هغه ځايه بیا د پاکستان د قبايلو سيمي ته راوړل کيږي. په پاکستان کی داسي ډلي نيول شوی چی مسلماني نه وي د سپيانو او د پيشوګانو غوښي يي خوړي اوشراب يي څښل.»

خو دا امکان هم شته دی، چي د امریکا په سياست کي شاګرځ وشي پداسی حال کی چي د ملګرو ترمنځ دا شک ورځ په ورځ ډيريږي، چي د افغانستان جګړه ګټل کيداي شي اوکه نه.

د افغانستان حکومت له طالبانو سره د خبرو اترو هڅه کوی. او حتي د امریکا دفاع وزیر ګيتس هم دا خبری اتری نوري ناممکنه نه ګڼی.