1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بادغيس:ملي اردو پوليسو او طالبانو ته سخته مرګ ژوبله اوښتې

۱۳۸۷ آذر ۸, جمعه

د بادغيس په جګړه کي په لسګونه پوليس ملي اردو او طالبان وژل سوي او دغه راز څوتنه عسکر طالبانو اسيرنيولي دي

https://p.dw.com/p/G5Rx
د افغانستان ملي اردو
د افغانستان ملي اردوانځور: picture-alliance/ dpa

د ولتي مامورين وايي د بادغيس واقعه چي تيره ورځ دبالامرغاب ولسوالۍ د اکازو په کلي کي د طالبانو د يوه کمين له کبله رامنځ ته سوه ديوه پوځي کاروان 26 موټر او19 عسکر طالبانو ته په لاس ورغله13 پوليس او د ملي اوردوعسکرمړه اويو23 تنه نور ټپيان سوي دي.

دغرب زون د207 ضفرقول اوردو قوماندان جنرال فضل احمدسیار، ملي اوردوسرتيروته دمرګ ژوبلي په اړوند په يوه ټليفوني تماس کي د دويچه ويلي خبريال ته ويلي« دملي اوردو7 تنه سرتيري مړه او10 تنه نورټپيان دي زموږاوملي پوليسودواړو13 تنه مړه سوي دي .»

همدارازدغرب زون د ساحوي پوليسوقوماندانۍ دجنايي چاروعمومي رييس جنرال علي خان وويل ددوی له لوري پنځه پوليس قتل سوی دي« پنځه پوليس مړه اودیارلس ټپيان دي.»

په پېښه کي دولتي مامورين وايي چي 26 نظامي موټراو19 تنه عسکر د طالبانو په لاس ورغلي او د ژوغورني هڅي يې پيل سوي دي دسيمي خلک له طالبانواودولت دواړو څخه شکايت کوي او وايي. چي په دغه پېښه کي ګڼ شمېرملکي وګړي وژل سوي دي. مګر دولتي چارواکي وايي: څلوېښت تنه طالبان وژل سوي دي.

بله خوا د طالبانو وياندقاري محمديوسف احمدي، وايي 45 عسکريې وژلي، ديرش موټر په لاس ورغلي او19 عسکر او شاوخوا دوه سوه ميله وسله طالبانو ته په لاس ورغلې ده. ده له خپل لوري د دوو تنودمړني خبره کړې. دسيمي خلک د دولت څخه دجدي پاملرني هيله کوي اوجګړې د درېدو غوښتنه کوي.