1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بادغيس: دلته هم اولسي پاڅون پيل سو

۱۳۹۱ شهریور ۶, دوشنبه

د بادغيس ولايت د جوند ولسوالي اوسېدونکي وايي، چي هلته هم د وسله والو طالبانو پر وړاندي اولسي پاڅون سوی دئ.

https://p.dw.com/p/15x9M
انځور: AP

د هغوی په خبره دا کار ئې په سيمه کي د زور زياتي د مخنيوي په خاطر کړی دئ.

د دغه ولايت د والي وياند شراف الدين مجيدي په جوند ولسوالي کي د طالبانو پر وړاندي د اولسي خلکو د پاڅون خبره تائيد وي.

هغه له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په تليفوني خبرو کي وويل، چي د جوند د ښار او نزدې سيمو په سوو خلک په دغه پاڅون کي سره يو ځاي شوي دي او محلي دولتي اداره ئې کړني له نزدې څاري:

«بلې، د جوند ولسوالي خلک نور د طالبانو له زور زياتي څخه په تنگ شوي دي، له حکومت سره په همږغۍ ئې د هغوی پر وړاندي د پاڅون هوډ کړی دئ. که څه هم تر اوسه پوري د کومي پېښي خبر نشته، خو خلک سره راټول شوي دي، او د اولسي مشرانو په مرسته ئې له طالبانو څخه غوښتي دي، چي په لنډ وخت کي له سيمي څخه ووزي؛ کنه نو دوی به ئې په اولسي ځواک مرکزونه ړنګ او له سرکښه کسانو سره به سخت چلند وکړي.»

مجيدي وايي چي هغوی يوازي سپکي وسلې لري او د اولس په زور ډير غښتلي دي او دا چي له طالبانو سره په مقاومت کي ئې لا د حکومت مرسته نه ده غوښتې.

د وسله والو طالبانو پر وړاندي په بادغيس ولايت کي په داسي حال کي د اولسي پاڅون خبر ور کول کيږي، چي د راپورونو پر اساس تردې د مخه د غزني په اندړو ولسوالۍ، د ننګرهار په حصارک، په فارياب او غور ولايتونو او همداراز اوس د کندهار د ژړۍ په ولسوالۍ کي هم اولسي خلک د د وسله والو طالبانو پر ضد را پورته سوي دي.

د اولسي خلکو دغه غورځنگ ته په کتو سره په کور دننه او دباندي کي د سياسي چارو کار پوهان په بېلابېل نظر ګوري. ځيني ئې پايلي ګټورې او ځيني ئې بيا ستر ناورين بولي.

د افغانستان د مشرانو جرگې استازو هم د يکشنبې د ورځي(۲۰۱۲ کال د اگست ۲۶) په غونډه کي سخته انديښنه څرگنده کړه. د هغوی په خبره د وخت له تيريدو سره به دا کسان هم په يوه غير قانوني ځواک بدل شي، او هم به مرکزي ادارې او هم به افغانانو ته سرخوږی جوړ کړي.

دغه راز په ولسي جرګه کي د هرات د خلکو استازی محمد رضا خوشک، که څه هم د هيواد په دفاع کي ئې ورته اقدام وستايه خو وئې ويل چي د دغه ځواک د جوړښت پر څرنګوالي او تجهيز په برخه کي ډير پوښتني شته:

«دا يو ښه حرکت دئ. خو پوښتنه دا ده چي عام وګړي، څرنګه او د چا له خوا يودم د وسله والو طالبانو پر ضد وسله وال شول؟ موږ له دې څخه ډاريږو، چي د عامو خلکو د وسله وال کيدو دا لړۍ به نورو سيمو ته هم وغځيږي، په دغه صورت کي به مو پوليس او ملي اردو خپله روحيه له لاسه ورکړي. دا ځکه د دوی پر وړاندي موازي ځواک او کمپنۍ رامنځته کيږي».

خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي، په همدې ورځ په کابل کي ورته انديښنو ته په ځواب کي خبريالانو ته وويل، چي د پاڅون کوونکو وسلې زړې د جهاد له وخته پاته دي. د ده په خبره دا کسان يوازي له خپله ځانه د دفاع په خاطر راپورته شوي دي.

صديقي، د حکومت د ياغي مخالفينو د ځپلو له پاره د اولس ملاتړ اړين وباله او وئې ويل دا به ډيري ګټوري پايلي ولري.

بله خوا بيا د افغانستان د حکومت د مخالفو وسله والو طالبانو وياندانو د اولسي پاڅون پر شتون انکار کړی دئ او رسنيو ته ئې په ليږل شويو پيغامونو کي پاڅون کوونکي اربکيان يا د اولسي ملاتړ پوليس بللي دي. دوی وايي، چي له دغو کسانو سره د افغان حکومت او نړيوالي ټولني ملاتړ ورسر ه دئ.

خو افغان حکومت دغه تورونه ردوي او وايي، چي له اولسي پاڅون سره ئې هيڅ ډول مرسته نه ده کړې.

شريف شرفيار/ هرات
کتونکی: نجيب الله زيارمل