1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بادغيس : طالبانو پرمخابراتي شبکو بنديز لګولی دی

۱۳۸۹ بهمن ۱, جمعه

په بادغیس کی سیمه ایز خلک طالبان د مخابراتی شبکو په بندونه متهموی . د بادغيس اوسيدونکي مخابرات د دولت پرځای د طالبانوتر حکم لاندي بولي

https://p.dw.com/p/QuEM
په بالامرغاب کي ټليفوني شبکې د طالبان په حکم سره بندي شوي دي
په بالامرغاب کي ټليفوني شبکې د طالبان په حکم سره بندي شوي ديانځور: AP

سيمه ايزه چارواکي د ستونزي په تاييد دا د طالبانو يوه بله د زور زياتي وسله يادوي ،چه عام وګړي زوروي .

ويل کيږي ددغه عمله خلکو ته ډيري ورځنۍ ستونزي او تاوانونه اوښتي دي.

د ګل رحمن په نامه يوه تن دويچه ويله المان ږغ راډيو سره په خبروکي په سيمه کي د طالبانو د غوښتني په اساس د ورځي 22ساعته د ټولو مخابراتي شبکو د بندولو او د طالبانو سره د ناوړه جارجوړي خبر ورکړ.

« سيمه کي ټليفوني شبکې طالبانو سره جوړي او د ورځي يوازي يو ساعت سهار او يو ساعت ماځيګر فعالي وي ، چه د خبرو کيفيت يې ډير خراب او د خلکو لپاره يې ډيرتاوانونه اړولي دي.»

په بالامرغاب کي ټليفوني شبکې د طالبان په حکم سره بندي شوي دي . سيمه ايزه خلک وايي د ولسي مشرانو په ذريعه يې طالبانو څخه د مشکل د حل غوښتنه کړې وه ؤخو برخلاف يې د هغوی له خوا منفي ځواب تر لاسه کړ.

د طالبانو له خوا ورته وويل سول،چي ايتلافي ځواکونه د مخابراتي شبکو له لاري استخباراتي فعاليتونه کوي . ددوی ډيرمشران اوسيمه ايزه قوماندان يې ووژل ،خو د نږدې يوې مياشتي راهيسي چه د ګرځنده ټليفوني شبکو ماشينونه بند شوي دي، د دوی په اند د ايتلافي ځواکونو په عملياتو کي هم کمی راغلی.

د ټليفوني شبکو استازي په دغه سيمه کي پر موضوع خبري نه کوي خو په بادغيس کي د والي وياند سيد شرف الدين مجيدي د خلکو د شکايت په تاييد وويل ،طالبانو په اولس کي د ظلم په لړکي دغه کار ته هم لاس اچولی دی .

«هوکي د خلکو شکايتونه پر ځای دي. د سهار له خوا 9بجي او ماځيګر3بجي د يوه يوه ساعت لپاره مخابرات هلته فعال وي اونور اجازه نه ورکوي. په دغه سيمه کي مخابراتي شبکې د افغان بيسيم، ايم ټي اين، اوروشن دي چه په شخصي ډول فعاليت کوي او د طالبانو د فشار په وجه يې دغه حکم ته غاړه ايښې ده »

په افغانستان کي د طالبانو له خوا پر مخابراتو کنترول څه نوې خبره نده بلکي دڅو کلونو راهيسي يې د شپې پر مهال بيلابيلو ولاياتو څخه د خلکو شکايتونه پورته شوي.

خو دا چه د ورځي له خوا هم داسي شکايت پورته شوی دی، يو بل ډول نوې پيښه يې ګنلی شو، چه د سلګونو زرو خلکو اړيکي يې د هيواد دننه او دباندي دوستانو سره وشلولې .

بايد وويل شي چي د سيمي خلکو د دولت او طالبانو څخه د نوموړي ستونزي د حل د لاري پيدا کولو غوښتنه کړې ده.

شريف شرفيار/ناصري

کتونکی : محمد قاسم نوري

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل