1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

باراک اوباما پر ليبيا بنديزونه ولگول

۱۳۸۹ اسفند ۷, شنبه

پر ليبيا د بنديزونو د لگولو په موضوع کي د امریکا متحده ايالتونه تر ملگرو ملتونو او اروپايي ټولنې څخه مخي سول.

https://p.dw.com/p/R4Vu
اوباما د بنديزونو په هکله يو فرمان صادره کړی
اوباما د بنديزونو په هکله يو فرمان صادره کړیانځور: AP

د امريکا متحده ايالاتود ليبيادجمهوررييس معمر القذافي پر ضد بنديزونه وضع کړل . پرون د جمعې په ورځ ماښام د امريکا جمهوررييس بارک اوباما فرمان صادر کی چي د قذافي، دده دکورنۍ اود ليبيا د حکومت د غړو ټوله شتمني بايد کنګل سي .

د ملګرو ملتو د امنيت شورا هم د مظاهره کونکو په مقابل کي د تشدده ډکو اعمالو له کبله د قذافي پر ضدد بنديزونو د لګولو نيت لري .

د يوه فرمان دلاري د امريکا د متحده ايالاتو جمهوررييس د بنديزونو د لګولو د لايل د ليبيا د حکومت لخوا د بشر د حقوقو څخه پرله پسې سرغړونه وبلل . اوباما ليکلي دي چي معمر القذافي بشري حقوق او انساني کرامت ندی مراعت کړی او بايد مجازات سي .

په فرمان کښي راغلي دي چي د بنديزونو لګول به د قذافي حکومت متضرره او د ليبيا دولس په ګټه به تمام سي . په فرمان کښي اوباما حکم صادر کړی دی چي د معمر القذافي ، دده د اولادو او د ليبيا د حکومت ټوله منقول او غير منقول ملکيت به کنګل سي . همدغه فرمان پر ټولو هغو کسانو چي دده سره خپلوي لري او يا يې په ليبيا کښي د بشر پر حقوقو تيری کړی دی ، هم صدق کوي .

فرمان د امريکا په وخت د ماښام اته بجې نافذ سو .

داچي د امريکا متحده ايالاتودغه ډول يو فرمان صادراوه ، د هغه علايم تر غرمې وروسته لا ښکاره وه . امريکا دې ته انتظار کاوه چي وروستی تبعه يې د ليبيا څخه راووزي . کله چي د آخري امريکايي الوتکه لا سمه پورته سوې نه وه ، د سپيني ماڼۍ وياند جې کُرني وويل چي امريکا د ليبيا په مقابل کي د بنديزونو د لګولو تياری نيسي:

« بنديزونه به د ليبيا رژيم دې ته مجبوره کړي چی زور او ويني تويولو ته خاتمه ورکړي . دا موږ ، ګرده نړۍ او د ليبيا خلګو ته معلومه ده چي د قذافي رژيم د ليبيا د خلګو اعتماد د لاسه ورکړی دی . »

د امريکا د حکومت دپاره دا مهمه ده چي په ليبيا کښي د ظالمانه اعمالو مسؤلينو ته جزأ ورکول سي :

« امريکا د ټولو پټو استخباراتي امکاناتو څخه استفاده کوي ، تر څو د قذافي د رژيم اعمال تعقيب کړي او موږ کوښښ کووچي د ليبياد خلګو په مقابل کي نور ظالمانه او د تشدده ډک اعمال پيدا کو . »

په دې لړ کښي د امريکا حکومت د نورو هيوادو سره په ګډه کار کوي . د ملګرو ملتو د بشر د حقوقو شورا هم پرون جمعه د سوله ايزو مظاهره کونکو پر ضدد ليبيا د حکومت عملونه وغندل او پلان کړې يې ده چي ليبيا ددغي شورا څخه وباسي .

د امريکا متحده ايالات د ملګرو ملتو د هغو کوښښو ملاتړ کوي ، چي د ليبيا په مقابل کي بنديزونه وضع کړي .

د ملګرو ملتود امنيت په شورا کښي همدااوس لا د هغه دپاره تياری نيول کيږي . په ملګرو ملتو کښي د ليبيا سفير عبرالحمن شلګم د بين امللي ټولني څخه وغوښتل ، چي دده د هيواد سره مرسته وکي . ده قذافي د هټلر سره مقايسه کړی .

د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کي مون د امنيت شوراته د هغه مطابق رپوټ ورکی او د يوې تاريخي لحظې خبره يې وکړه:

«د ليبياد ملګرو ملتو سفير په ډيري ليوالتيا سره زموږ د مرستي غوښتنه وکړه . زما پيغام د امنيت شورا ته ساده او مستقيم دی . اوس ددې وخت رارسيدلی دی چي په ګډه سره تصميم ونيول سي . دا يو تاريخي لحظه ده او نړيواله ټولنه بايد د هغه څخه استفاده وکړي . »

د امنيت د شوراد غړو تر منځ په دې کښي يووالی موجود دی چي ددې دپاره چي زور او تشدد ته خاتمه ورکول سي ، ډير ژر بايد يو تصميم ونيول سي ، خو د هغه د عملي کيدو پر لارو چارو باندي د نظر اختلاف موجود دی .

کريسټينا بېرگمان / محمد قاسم نوري

کتونکی: احمدولي اڅکزی