1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

باروسو: هغې اقتصادي پراختيا ته نور نه رسيږو لکه د بحران څخه مخکې چې وه

۱۳۸۸ تیر ۱۶, سه‌شنبه

د اروپايی کميسيون مشر باروسو لکه د نړۍ اوسنۍ ستونزې يادې کړې چې د جي اته د سرمشريزې په اجندا کې راغلې دي: اقتصادي بحران، د اقليم بدلون، د انرژۍ د سمبالښت بحران، پورونه او لوږه په نړۍ کې.

https://p.dw.com/p/Iibs
د اروپايی کميسيون مشر باروسو
د اروپايی کميسيون مشر باروسوانځور: AP

خو بيا يې د ټولو نقطو تر منځ د پيوستون کرښه وکښله او يوه جمله يې له خولې ووتله چې له معنا ډکه وه:

«په احتمالي توگه، اگر چې اوس لا وختي دی چې داسې ووايم، خو په احتمالي توگه به هغې اقتصادي پراختيا ته نور نه رسيږو لکه د بحران څخه مخکې چې وه. ځکه بايد داسې حللاره پيدا کو چې په ځيرکه او اغېزمنه توگه بېرته پراختيا ته مخه وکړو. په راتلونکي کې بايد بل ډول اقتصادي پراختيا ته وده ورکو.«

تر اوسه پورې باروسو او د اروپايي ټولنې نورو استازو دغه پوښتنه مطرح کوله چې نوې اقتصادي پراختيا به کله رامنځته کيږي، نه دا چې دغه پراختيا به هغه پخوانۍ بڼه ولري که نه. باروسو او شنهء افکار څه نوې خبره نه ده، خو دا ځل ډېر افراطي تللی دی. يوه بله خبره هم افراطي ښکاره شوه، کله چې د اقتصادي بحران په لړ کې د افريقا د ستونزو په اړه ورڅخه پوښتنه وشوه. باروسو وويل چې بډايه هېوادونه د افريقا په وړاندې ځانگړی مسووليت لري. خو ځينې نورې خبرې هم شته:

«مفکوره دا ده چې په بېړنيو حالاتو کې د خوراکي موادو په مرستو باندې بايد تمرکز ونه شي، بلکه غذايي اړتياوې بايد پوره شي. له افريقا سره بايد مرستې وشي تر څو هغه نړۍ تغذيه کي. زما په اند دا يوازې خيالي خبرې نه دي، بلکه امکان هم لري.«

خو که باروسو د افريقايي خوراکي موادو دپاره اروپايي بازارونو ته لاره هوارول غواړي، بايد چې له مهمو اروپايي توليدکوونکو لکه فرانسې او هسپانيې سره مقابله وکي. باروسو چې کله په دغو ورځو او اونيو کې راڅرگنديږي، نو دغه پوښتنه هم تل مطرح کيږي چې آيا دی به بيا يو ځل د کميسيون مشر ټاکل کيږي که څنگه.
د دولت او حکومت مشران ورڅخه ملاتړ کوي، خو د اروپا پارلمان بايد هم دی تاييد کي، خو هلته اکثريت په مطمينه توگه نه تر سترگو کيږي. غړي هېوادونه د پارلمان پرېکړې ته سترگې په لار دي، خو ځينې گوندي پلاوي خبره ځنډوي.
د واک په سر د مبارزې په ترڅ کې د غړيو هېوادونو ضعيفوالی څرگند شو کله چې د سويډن لومړي وزير او د اروپا د شورا مشر فرېدريک راينفېلد تېره جمعه په ستاکهالم کې دې ته اشاره وکړه چې پرېکړه به ځنډيږي:

«موږ د باروسو د ټاکل کېدو دپاره ډېر شفافيت او مطلق ملاتړ ته ضرورت لرو. د اروپا د پارلمان گوندي پلاوي به تشريف راوړي او راته ووايي چې کوم تصميم يې نيولی دی.«

که وضع نامعلومه پاتې شي، نو د باروسو مقام پسې ضعيفيږي. خو نوموړي ځان ډاډه او آرام وښود او ويې ويل: «طبعا د پارلمان خوښه ده چې د راي اچونې وخت وټاکي. کله چې هغوی تيار شي به زه تيار يم.«

نسيم صابر
کتونکی: يحيی وردک