1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بارک اوباما برما ته رسیدلی دی

۱۳۹۱ آبان ۲۹, دوشنبه
https://p.dw.com/p/16lQo

د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، په یوه رسمي سفر برما ته رسیدلی دی. په پام کې ده چې هغه به د دغه هیواد له ولسمشر تین سین سربیره، د اپوزیسیون له مشرې آنگ سان سوچي، سره هم وویني. تیره ورځ بارک اوباما د تایلنډ هیواد ته سفر کړی وو.

د دغه هیواد په پلازمینه بنکاک کې اوباما، ویلي وو چې هغه غواړي له خپل دې سفر سره د برما په هیواد کې د دموکراسۍ پر وړاندې د غیږې پرانیستلو له پاره نوره هم لاره هواره کړي. اوباما به د برما څخه وروسته د کموجیا هیواد ته سفر وکړي. په کمبوجیا کې د جنوب ختیځ آسیایي هیوادونو ټولنه (Asean) یوه غونډه کوي. په پام کې ده چې بارک اوباما به د سه شنبې په ورځ هم په دغه سرمشریزه کې گډون وکړي.