1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بارک اوباما د امریکایي وگړي وژل غندلي دي

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ آبان ۲۶, دوشنبه

«اسلامي دولت» نومې افراطي ډلې تیره ورځ د یوه امریکایي وگړي د وژل کیدو ویدیو په انټرنیټ کې خپره کړه. سپینې ماڼۍ اوس دغه ویدیو اصلي بللې ده. ولسمشر بارک اوباما د پېتر کسیگ وژنه غندلې ده.

https://p.dw.com/p/1DoTs
انځور: picture alliance/AP Photo

په دغه ویدیو کې یوه نقاب لرونکی کس ښکاري، چې د امریکایي وگړي پېتر کسیگ د وژلو ادعا کوي. د دغه شکمن عامل تر څنگ یو پرې شوی سر هم ښکاري. که څه هم په دغه ویدیو کې د نوموړي امریکایي وگړي پېتر کسیگ وژل نه دي ښوول شوي، خو په کې د نورو عسکرو ډله ییزه وژنه ښوول شوې ده، چې ښایي دغه څه د عراق په شمال کې تر سره شوي وي.

په دغه ویدیو کې یو نقاب لرونکی کس چې په انگلیسي ژبه خبرې کوي، په خپل پيغام کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما مخاطب کوي. نوموړی تندلارې اسلامپالی وایي چې کسیگ یو عسکر وو او له نورو امریکایي عسکرو سره به ورته چلن وشي. نوموړې افراطي ډلې یو ځل په سعودي عربستان، لېبیا او په اروپا کې د خپلې لمن د پراخیدو ادعا کړې.

د بارک اوباما خواشیني

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د پېتر کسیگ وژنه غندلې ده او د هغه له کورنۍ سره یې خواشیني څرگنده کړې ده. بارک اوباما د «اسلامي دولت» افراطي ډلې له لوري د نوموړې امریکایي وگړي وژل یو «بربڼد شیطاني عمل» گڼلی دی. د اسلامي دولت، افراطي جنگیالیو په تیرو میاشتو کې لا تر مخه دوه امریکایي وگړي جیم فولي او سټیون سټولف او همداشان یو بریتانوي وگړی ډیویډ هاینس وژلي دي.

۲۶ کلن پېتر کسیگ چې پخوا یې د سرتیري په توگه دنده تر سره کړې د هغه د مور او پلار په وینا په سوریه کې یې د یوه مرستندویه کارکوونکي په توگه کار کاوه او په وینا یې د ۲۰۱۳م کال د اکتوبر میاشتې پر لومړۍ نېټه د سوریې په «دیر الزور» کې وتښتول شو. د وژل شوي امریکایي وگړي مور او پلار له رسنیو څخه د هغه د وژل کیدو د ویدیو د نشرولو په هکله د محتطانه چلن غوښتنه کړې ده.

کسیگ تیر کال تښتول شوی وو

د واشنگټن پوسټ د ورځپاڼې د رپوټ له مخې پېتر کسیگ په ۲۰۰۷م کال کې عراق کې پوځي دنده درلوده. د نوموړې ورځپاڼې په وینا د روغتیایي لاملونو له کبله ده پوځي دنده پریښوه او د سیاسي علومو په زده کړه یې پیل وکړ. هغه د سوریې له پاره په یوه مرستندویه پروژه کې ونډه درلوده. امریکایي تلویزوني شبکې CNN خبر ورکړی وو چې هغه د خپل بندیتوب په موده کې اسلام ته اوښتی وو. د ده اسلامي نوم عبدالرحمان وو.