1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بارک اوباما د ګوانتانامو د محبس پر تړلو ټينګ ولاړ دی

۱۳۸۸ خرداد ۱, جمعه

دگوانتانامو موجوديت په نړۍ کې احتمالأ ډير تروريستان پيدا کړي دي، نسبت هغو کسانو ته چې هلته بنديان شوي دي ...

https://p.dw.com/p/HvJX
پرون د واشنګټن په ملي آرشيف کښي بارک اوباما د ګوانتانامو د محبس د تړلو د خپل پلان د اعلانولو پر وخت
پرون د واشنګټن په ملي آرشيف کښي بارک اوباما د ګوانتانامو د محبس د تړلو د خپل پلان د اعلانولو پر وختانځور: AP

بارک اوباما په واشنګټن کي د خپلي وينا په اول سر کې لاخپل اساسي دريځ څرگند کړ. ده وويل چه د گوانتانامو تړل کېدل نهء، بلکه د دغه کمپ موجوديت دامريکا د متحده آيالتونو امنيت ته گواښ پېښوي .

دامريکا ولسمشر انتقاد کوونکو ته په زغرده عکس العمل وښودۍ چې وايي د گوانتانامو تړل د امريکا په متحده آيالتونو کې د امنيت د کمېدو په معنا دی . دی بيا وايي ،

«زه غواړم چې له امريکايانو سره يو ځاي دغه ستونزي حل کم . د دغي موضوع په اړه د بحث په صورت کې همېشه د احساساتو راپارونه ليدل کيږي، دا کار هيڅ فايده نه لري . »

ورپسې جمهوررييس خپلي خبري مشخصي کړې . هغه 240 کسان چه تر اوسه پوري په گوانتانامو کې بنديان دي، د اوباما لخوا پر پنځو ډلو ويشل کيږي :

مشکوک مجرمين به په امريکا کې ملکي فدرالي محکمو ته معرفي شي . هغه بنديان چه په جنگي جنايتونو تورن دي، ناندريزو پوځي کميسيونونو ته به وړاندي سي . بله ډله هغه کسان تشکيلوي چې د امريکايي محکمو لخوا ورته د خلاصيدو حکم شوی دی . سربېره پر دې نور هغه پنځوس تنه زندانيان راځي، چه نورو هېوادونو ته به لېږل کيږي.

وروستۍ ډله هغه زندانيان تشکيلوي چه بارک اوباما يې تر ټولومشکله ستونزه بولي ،دی وايي ،

«يو څو تنه داسي خلک به هم وي چې دعوه ورباندي نسي کېدلای . ځيني داسي قضيې سته چه په په پوره ډول شواهد ورته نسته . خو دا هغه خلک دي چې د متحده آيالتونو امنيت ته خطرپېښوي . د ساري په ډول هغه خلک چه د القاعده په کمپونو ککې له چاودېدونکو موادو سره ښه بلد شوي دي ،او يا د طالبانو قوماندانان وه، او يا هغه خلک چه اسامه بن لادن ته يې د وفادارۍ قسم خوړلی دی . »

د ګوانتانامو محبس
د ګوانتانامو محبسانځور: AP

د دغي ډلې دپاره د اوباما اداره غواړي چه په حقوقي لحاظ داسي مقررات رامنځته کړي، چه هغوی د جنگي بنديانو په صفت په توقيف کې وساتل سي . اوباما د دې اعلان وکړ او څرگنده یې کړل چه گوانتانامو به په هر صورت تړل کيږي . اويوه برخه زندانيان به د امريکا خاورې ته انتقاليږي . همدغه ټکی بيا د امريکا د کانگرس ډېرو غړو ته د اندېښنې وړ دی . ولسمشر اوباما وايي چه د گوانتانامو بنديان به د امريکې په ډېرو مضبوطو زندانونو کې وساتل سي، دی وايی،

«هيڅوک تر اوسه پوري پر دې ندی بريالی سوی، چه ددغو په امنيتي لحاظ ډيرو مضبوطو زندانو څخه وتښتي . هلته په سلگونو محکوم شوي تروريستان ناست دي . جمهوريت غوښتونکې سناتورې ليندسېي گرېهام صحيح ويلي دي : دا خبره له منطق سره هيڅ سرنه خوري چه موږ نسو کولی د دوه نيم سوو بنديانو دپاره په امريکا کې يو ډاډمن ځای پيدا کو .»

د اوباما دغه څرگندوني به ښايي چه د امريکا په متحده آيالتونو کې د پراخو ناندرو او بحثونو سبب وگرځي . تر اوسه پوري هيڅ داسيايالت په امريکا نسته چه غواړي د گوانتانامو زندانيان په خپلو بنديخانو کې ځای پر ځای کړي . د اوباما حکومت هم د وخت تر فشار لاندي دی، ځکه ټاکل شوې ده چې د 2010 کال د جنورۍ په پایکې به د گوانتانامو کمپ تړل کيږي .

بورشرس/ نسيم صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري