1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بارک اوباما، سویلي افریقا ته ورسید

دویچه ویله، آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۲ تیر ۸, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، افریقا ته د خپل سفر په ترڅ کې سویلي افریقا ته ورسید. دغه هیواد ته د هغه سفر په داسې یوه وخت کې تر سره کیږي، چې د دغه هیواد د پخواني ولسمشر نیسلن منډېلا روغتیايي وضعیت ښه نه دی.

https://p.dw.com/p/18yPy
انځور: Reuters

بارک اوباما د جمعې په ماښام (د ۲۰۱۳م کال د جون ۲۸مه) د سېنیګال څخه سویلي افریقا ته ورسید. تر دې دمخه اوباما له سېنیګال هیواد څخه افریقا ته خپل درې ورځنی سفر پیل کړی وو.

په پام کې ده چې اوباما به د شنبې په ورځ د سویلي افریقا له ولسمشر جیکیب زوما سره وویني او تر هغې وروسته به دواړه مشران یوه ګډ مطبوعاتي کنفرانس ته وینا وکړي.

د اوباما دغه سفر په یوه داسې وخت کې تر سر کیږي چې د سویلي افریقا پخوانی ولسمشر منډېلا، ډیر ناروغه دی او په روغتون کې د تیرو څو اوونیو راهیسي بستر دی. په پام کې ده چې د سویلې افریقا تر سفر وروسته به اوباما تانزانیا ته هم سفر وکړي.

په الوتکه کې بارک اوباما رسنیو ته وویل، چې دا خبره نامعلومه ده چې هغه به د نیلسن منډېلا سره د لیدلو فرصت ولري. هغه زیاته کړه: «زه د خبریالانو د کمرو پر وړاندې له هغه سره عکس اخیستل لازم نه بولم، زه نه غواړم چې په یوه داسې وخت کې مزاحمت وکړم چې د منډېلا کورنۍ د هغه د روغتیایي وضعیت په اړه انديښمنه ده.»

د ټولو توجه د منډېلا روغتیا ته ده

د جمعې په ورځ د منډېلا پخوانۍ میرمنې ویلي ول، چې د هغه روغتیايي وضعه کې ښه والی راغلی دی، خو د کلینکي لحاظه هغه د وضعیت اوس هم د خوښې وړ نه دی. هغې همداشان پر نړایولو رسنیو غږ وکړ چې د راپور ورکولو پر وخت «د کورنۍ حساسیتونه او احساسات په پام کې ونیسي.»

د ولسمشر جیکب زوما، دفتر د پنجشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې ویلي وو چې د منډېلا روغتیايي ټیم، ولسمشر ته د هغه د روغتیا په اړه ښه خبر ورکړی دی. دغه خبر وروسته له هغې ورکړل شو،چې جیکب زوما موزمبیق ته خپل پلان شوی سفر لغوه کړ، تر څو له منډېلا څخه په روغتون کې لیدنه وکړي. منډېلا له دوو اوونیو څخه د زیاتې مودې له راهیسې په روغتون کې بستر دی.

تجارتي اړیکي

د سویلي افریقا ولسمشر او د هغه وزیران دغه هیواد ته د اوباما د سفر د اهمیت پر سفر ټینګار کوي. د امریکا متحده ایالات د سویلي افریقا یو تر ټولو مهم تجارتي شریک دی. په دغه هیواد کې ۶۰۰ امریکایي شرکتونه موجود دي او شاوخوا ۱۲۰ زره تنو ته په کې د کار کولو زمینه برابره شوې ده. په ۲۰۱۰م کال کې په سویلي افریقا کې د متحده ایالاتو مستیقمه پانګونه ۶،۵ میلیارده امریکایي ډالره وه.

د (Brand South Africa) په نوم د ادارې د بازار موندنې مشر مېلر ماټولا وايي: «موږ دا انتظار لرو، چې سویلي افریقا ته به د اوباما سفر د اقتصادي لورلید له اړخه نور ښه والی رامنځ ته کړي. طبعي خبره ده چې موږ دا هیله لرو، چې په سویلي افریقا کې نورې پانګونې وشي. په اوسني وخت کې د امریکا متحده ایالات زموږ د صادراتو دویم لوی بازار او دریم لوی واردونکی شریک دی. موږه هیله من یو چې د ګډ تجارت حجم لا پسې زیات شي.»

په سویلي افریقا کې د اوباما پر وړاندې انتقادونه

د سویلي افریقا ټول اوسیدونکي دې ته چمتو نه دي چې د بارک اوباما څخه په خلاصه غیږه هرکلی وکړي. د مسلمانانو د مدافع وکیلانو په نوم ټولنې (MLA) څو ورځې تر مخه هڅه کړې وه چې د بشریت ضد جنایتونو په تور د هغه د نیولو امر واخیستل شي، خو د هغوی عریضه رد شوه. د جوهانسبرګ، په پوهنتون کې د پنجشنبې په ورځ د محصلینو او استادانو تر منځ بارک اوباما ته د پلان شوې اعزازي دوکتورا د ورکولو پر سر تاوده بحثونه وشول. یو شمیر محصلینو اعلان کړی دی که چیرې دغه مراسم تر سر شي نو په احتجاجونو به لاس پورې کړي.