1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بالاخره ترمپ ماسک پرمخ کړ

۱۳۹۹ تیر ۲۲, یکشنبه

دا لومړی ځل دی چې د امریکا ولسمشر له ماسک سره د خلکو په حضور کې راڅرګندیږي. ترمپ د محافظتي ماسک د اغوستلو پریکړه په داسې یو وخت کې کوي چې په متحده ایالاتو کې په دریمه ورځ هم د کرونا پيښې د ریکارډ کچې ته رسیدلي دي.

https://p.dw.com/p/3fBxN
USA I Bethesda I Präsident Donald Trump I COVID-19
انځور: picture-alliance/C. Kleponis

د یکشنبې په ورځ (د جولای میاشتې ۱۲ نیټه) د تازه خپرو شویو شمیرو له مخې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په امریکا کې ۶۹ زره نوي کسان د کرونا پر ویروس اخته شوي دي.

امریکا له ۳،۳ میلیونه مبتلایانو او ۱۳۷ زره مړو سره په نړیواله کچه د کووید -۱۹ ناروغۍ څخه د اغیزمنو شویو هیوادونو په کتار کې لومړی مقام ترلاسه کړی دی.

ولسمشر ترمپ د ماسک نه اغوستلو له کبله تر فشار لاندې وو، خو سره له دې يې هم له ماسک اغوستلو څخه ډډه کوله.

کله چې ولسمشر دونالد ترمپ پلازمېنې واشنګټن ته نږدې د والټر ریډ پوځي روغتون ته ورسید، نو تیز آبي رنګه ماسک یې اغوستی وو چې صدارتي مهر هم پرې له ورایه معلومیده.

ترمپ هلته د پخوانیو ټپي عسکرو د لیدلو له پاره ورغلی وو. د امریکا ولسمشر هلته له موجودو خبریالانو سره د خبرو له پاره تم نه شو.

مخکې تر دې هغه په سپينې ماڼۍ کې ویلي‌ وو: «زه هیڅ کله هم د ماسک په خلاف نه وم، خو په دې خبرې باور لرم چې هغه خپل ځای او وخت لري.»

په روانه اونۍ کې د یو شمیر ورځپاڼو د رپوټونو په حواله د ترمپ نږدې ملګرو په پرله پسې ډول له هغه څخه غوښتنه کوله چې د خلکو په حضور کې دې له ماسک سره را څرګندیږي او عکسونه اخلي. د دې یو دلیل هم په راتلونکي انتخاباتو کې د هغه د احتمالي سیال جو بایډن د محبوبیت زیاتیدل دي.

امریکا په اوس وخت کې د کرونا ویروس له امله د نړۍ تر ټولو زیات اغیزمن شوی هیواد دی. د جو بایډن د ټاکنیز کمپاین ډله د ماسک نه اغوستلو له کبله په پرله پسې ډول پر ترمپ نیوکه کوي.