1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بالتيک هېوادونو ته د مايک پېنس د سفر هدف څه دی؟

۱۳۹۶ مرداد ۸, یکشنبه

يو ځل بيا بايد د متحده آيالاتو مرستيال ولسمشر په اروپا کې وضع آرامه کړي. ځکه چې ولسمشر ترمپ پخپله خپل اروپايي متحدين يو څه وارخطا کړي وو په دې چې د ناټو ائيتلاف د هدف او ګټو په هکله يې ټوکې کړې وې.

https://p.dw.com/p/2hNav
US Vizepräsident Mike Pence
انځور: picture-alliance/AP Images/J. Minchillo

سپينې ماڼۍ څه موده مخکې يوه مطبوعاتي بيانيه خپره کړې وه چې پکې راغلي وو چې د ولسمشر ترمپ په غوښتنه د هغه مرستيال، مايک پېنس، تالين، تفليس او پودګوريسا ته سفر کوي يعنې د استونيا، ګرجستان او مونته نېګرو هېوادونو ته ورځي.

يو ځل بيا بايد د متحده آيالاتو مرستيال ولسمشر په اروپا کې وضع آرامه کړي. ځکه چې ولسمشر ترمپ پخپله خپل اروپايي متحدين يو څه وارخطا کړي وو په دې چې د ناټو ائيتلاف د هدف او ګټو په هکله يې ټوکې کړې وې.

هغه حتی غوښتل چې د روسيې په لور ګامونه پورته کړي. خو له هغه وخت راهيسې چې ترمپ د روسيې د افتضاح يا رسوايۍ له کبله تر فشار لاندې راغلی دی، يې بېرته اروپا ته مخه کړې ده او له نرمې لهجې څخه کار اخلي. له پولنډ څخه د ليدنې پر مهال يې د روانې مياشتې په پيل کې ناټو ته د واشنګټن پر وفادارۍ ټينګار وکړ او ژمنه يې وکړه چې د امريکا متحده آيالات د شمالي اطلس د تړون د پنځمې مادې تر شا ولاړ دي چې د متحدينو تر منځ د متقابلې مرستې اصلي مورد تعريفوي.

خو يوه وينا، په تېره د داسې يوه ولسمشر له خوا چې ډېر احساساتي او تذبذب بلل کيږي، ښايي د بالتيک هېوادونو متحدين او نور متحدين هم په دې قانع نه کړي چې سپينه ماڼۍ په رښتيا سره په بشپړه توګه له خپلو اروپايي ملګرو څخه ملاتړ کوي.

«په سپينه ماڼۍ کې اصلي بالغ سړی»

له دې کبله ښايي مرستيال ولسمشر پېنس اوس دغه سفر ته ګمارل شوی وي. هغهْ د مونشن د امنيتي کنفرانس په ترڅ کې هم واک ته د ترمپ تر رسېدلو لږ وروسته هڅه کوله چې د اروپايانو اندېښنې رفع کړي. نورمان نايمارک، چې د ستېنفورد په پوهنتون کې د ختيځې اروپا د څېړنو او تاريخ پروفيسور دی، د پېنس په هکله وايي: «که د اروپا د امنيتي او ناټو د سياست خبره مطرح وي، نو په دې کې شک نشته چې مرستيال ولسمشر پېنس پکې د اصلي بالغ سړي رول ادا کوي.»

نايمارک د پېنس د دغه مهم نقش په هکله زياتوي: «زه فکر کوم چې دا د سپينې ماڼۍ له خوا يو ځيرک ګام دی چې پېنس اوس دغو هېوادونو ته استول کيږي، داسې کېدای شي چې د بهرنيو چارو وزارت هم هغه هڅولی وي.»

د بالتيک په هېوادونو کې له روسيې څخه وېره ډېره زياته ده. پېنس به د خپل سفر په ترڅ کې د دغو هېوادونو له حکومتي مشرانو سره وويني.

د مسکو جګړيزې لوبې

له بالتيک هېوادونو څخه ليدنه په مناسب وخت کې تر سره کيږي ځکه چې روسیې د سپتمبر په مياشت کې د خپلو لويديځو سرحدونو په اوږدو او په سپينه روسيه کې د پراخو پوځي تمريناتو د تر سره کولو اعلان کړی دی.

د مسکو له خوا د قدرت دغه ننداره چې په لسګونو زره عسکر پکې برخه اخلي، د امريکا د متحده آيالاتو، د ناټو او هم د بالتيک هېوادونو اندېښنې راپارولې دي. د ناټو عمومي منشي، ينس ستولتنبېرګ له دې کبله د جون په مياشت کې له مسکو څخه د پلان شوو پوځي تمريناتو په هکله وضاحت وغوښت. خو ستولتنبېرګ دا هم وويل چې د ناټو وسلوالو ځواکونه اوس په ختيځه اروپا کې په بشپړه توګه د فعاليت وړتيا خپله کړې ده.