1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بامیان، د سارک د غړو هیوادونو ممکنه کلتوري پلازمینه

حسين سيرت / سيد رياض۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۵, پنجشنبه

په پام کې ده چې په ۲۰۱۵م کال کې به بامیان ولایت د جنوبي آسیا د هیوادونو د ټولنې سارک، کلتوري پلازمینه شي. په همدې موخه د افغان دولت د سارک د غړو هیوادونو د ملاتړ د راخپلولو له پاره هڅې پيل کړي دي.

https://p.dw.com/p/1C0QT
انځور: 3rd Eye/B.Seerat

د بامیان ولایت محلي چارواکو خبر ورکړی دی چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور د وزارت له لوري د سارک د غړو هیوادونو د کلتوري پلازمینې په توگه د دغه ولایت د معرفي کولو له پاره هڅې پیل کړي دي. محلي چارواکو هیله څرگنده کړې ده چي د دغه اتحادیې غړي هیوادونه به له افغانستان سره مرسته وکړي تر څو دغه هدف ته ورسیږي. همداشان دغه ولایت د دریمې درجې، څخه دویمې ته لوړ کړای شوی دی.

د بامیان ولایت والي غلام علي وحدت، وایي: «د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري هڅې جریان لري، تر څو دغه ولایت د سارک د غړو هیوادونو د کلتوري پلازمینې په توگه معرفي او انتخاب شي.»

سارک کومه ټولنه ده؟

د جنوبي آسیا د سیمه ییزې همکارۍ اتحادیه «سارک» یو سیاسي او اقتصادي سازمان دی چې د جنوبي آسیا له اتو هیوادونو څخه جوړ دی. د دغه سازمان په اهدافو کې په غړو هیوادونو کې د بې وزلۍ له منځه وړل، د اقتصادي، کلتوري، اجتماعي، تخنیکي او تکنالوژۍ په برخه کې وده کول شامل دي.

سارک په لومړي سر کې د اوو غړو هیوادونو په درلودلو سره فعالیت پیل کړ. په دغو هیوادونو کې هند، پاکستان، نیپال، بوتان، مالدیف، سریلانکا او بنگله دیش شامل وو. اوس په دغه اتحادیه کې افغانستان هم شامل شوی دی او د غړو شمیر یې اتو ته رسیدلی دی.

د ایران او چین هیوادونه هم په دغه ټولنه کې د شاملیدو غوښتونکي دي. د ۷۰مې لسیزي په وروستیو کلونو کې د بنگله دیش د هغه وخت ولسمشر ضیاالرحمن، د جنوبي آسیايي هیوادونو د یوه اقتصادي بلاک د جوړیدو وړاندیز وکړ.

د ۲۰۰۵م کال د نومبر میاشتې پر ۱۳مه نیټه هند په دغه اتحادیه کې د افغانستان د شاملیدو وړاندیز وکړ او د ۲۰۰۷م کال د اپریل پر دریمه نیټه افغانستان د نوموړې اتحادیې د بشپړ غړي په توگه ومنل شو.

د توریزم یا سیلاني توب برخې پرمختگ هم د دغه ټولنې په اهدافو کې شامل دی. بامیان د افغانستان له هغو ولایتونو څخه شمیرل کیږي چې د بهرنیو سیلانیانو ډیره توجه یې خپلې خوا ته راړولې ده.

د بامیان ولایت والي په دې برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅې ستایلي دي او ویلي یې دي چې د سارک ټولنې د کلتوري پلازمینې په توگه د بامیان معرفي کول به په دغه ولایت کې د فرهنگي، اقتصادي او تجارتې ودې زمینه لا پسې ډیره کړي.

د بامیان ولایت د درجې لوړیدل

د بامیان ولایت محلي چارواکي وايي چې په نزدې تیرو وختونو کې دغه ولایت له دریمې درجې څخه دویمې درجې ته ارتقا کړې ده. د هغوی په وینا دا کار به د دغه ولایت د اوسیدونکو په اقتصادي وضعیت کې د لوی بدلون سبب وگرځي.

د بامیان ولایت د والي د وینا له مخې شاوخوا د ۵۳ کلونو وروسته له دریمې درجې څخه دویمې درجې ته د دغه ولایت په لوړوالي سره به د معدنونو او نورو عایداتو فیصدي خپله د بامیان ولایت مربوط شي. هغه زیاته کړې ده: «دویمې درجې ته به د دغه ولایت ارتقا د دې سبب شي چې د لومړي ځل له پاره به د بامیان اداري تشکیلات او همداشان د دولت اختصاصي بودجه لوړه شي.»

د محلي چارواکو په وینا تر دې دمخه به د دغه ولایت د معدنونو عواید د بغلان ولایت او په شمال کې تصدیو پورې اړه نیوله.