1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بامیان: ۳۰ کسان د واوري ښوېدني په پيښو کې مړه او ټپيان شوي

۱۳۹۸ بهمن ۲۴, پنجشنبه

په تيرو څلورو ورځو کې واورو ښوېدنو په بامیان او دایکندي ولايتونو کې ۳۰ کسان مړه او ټپيان کړي دي. يو شمیر کسان تر واورو لاندې ورک دي. واوري ښوېدني تر ټولو ډيره مرګ ژوبله د دايکندي ولايت په ميرامور ولسوالۍ کې اړولې ده.

https://p.dw.com/p/3XiwE
Schneefall in afghanischen Provinz Bamiyan
انځور: DW/A. Akrami

په بامیان او دایکندي کې د برفکوچونو دغه پيښې په تیرو څلورو ورځو کې شوي او د تلفاتو ارقام د لوړيدو په حال کې دي.

د بامیان ولايت د طبيعي پيښو پر وړاندې د مبارزې ادارې رئيس، محمد اقبال جوادي، وايي چې د تيرو څلورو ورځو په ترڅ کې په دغه ولایت کې تر شلو ډيري واوري ښوېدني شوي چې له امله يې يوه ښځه په ورس ولسوالۍ او يو نارينه په یکاولنګ ولسوالۍ کې مړه شوي دي.

له تيرو څلورو ورځو راهيسې، له بامیان ولایت څخه ګاونډيو ولايتونو او ولسواليو ته تللې اکثره لارې هم بندې دي. یوازنۍ خلاصه لار د غوربند درې له لارې د باميان-کابل لاره ده چې هغه هم تر يکاولنګ ولسوالۍ پورې خلاصه ده. خو چارواکو ويلي دي چې د لارو د پاکولو چارې روانې دی.

په دايکندي ولايت کې هم واوري ښوېدلي دي. د دغه ولایت د طبيعي پيښو پر وړاندې د مبارزې ادارې رئيس، اسدالله سروري وايي چې د تيرو څلورو ورځو په جريان کې د دایکندي ولایت په ميرامور، شهرستان، اشترلي، سنګ تخت او بندر ولسواليو کې څه باندې ۳۱ برفکوچونه شوي چې له امله يې څه باندې ۲۵ کسان مړه او ټپيان شوي دي.

Schneefall in afghanischen Provinz Bamiyan
ورښتونو د بامیان او دایکندي لارې هم بندې کړي خو چارواکي وايي چې د خلاصولو له پاره يې کار روان دیانځور: DW/A. Akrami

سروري دويچه ويلې ته وویل د ميرامور ولسوالۍ په برفکوچونو کې ۱۱ کسان مړه شوي، ۷ تنه ټپان دي او ۸ نور تر واورو لاندې ورک دي.

هغه وويل: «په دغو برفکوچونو کې تر۳۰ ډیر کورنه په بشپړ او۵۰ نور کورونه په قسمي ډول ويجاړ شوي دي. تر۱۰ کيلومتره ډير عمومي سړک، ۵۰ جریبه کرهڼيزه ځمکه او تر۵۰۰۰ زرو زياتي ميوه يې او غير ميوه يې ونې تخريب شوي دي.»

د نوموړي په خبره، په دايکندي ولایت کې چټک طوفان او د واورې اورښت ادامه لري او د دغه ولايت له مرکزه، ګاونډيو ولايتونو او د دغه ولایت ولسواليو او کلیو ته تلونکې لارې بندې دي.

دايکندي د افغانستان په مرکز کې پروت ولایت دی، چې سخت او سوړ ژمی لري. هر کال د درونو واورو د اوريدو له کبله د دغه ولایت لارې تړل کیږي. شاوخوا دوې اوونۍ مخکې يوه ميندوارې ښځه، د لارې د بنديدو له امله ونه توانيده روغتيايي کلینيک ته ورسيږي او مړه شوه.

د تيرو شپو ورځو په جريان کې د باميان او دایکندي ولايتونو په ځينو سيمو کې له ۵۰ تر ۱۰۰ سانتی مترو پورې واوره اوريدله ده. په عين وخت کې د دايکندي ولایت اوسیدونکي وايي چې د خوراکي موادو بيې هم لوړې شوې دي. د بيلګه په توګه د يوې بورئ اوړو بيه، له ۱۴۰۰ افغانيو څخه۱۸۰۰ افغانيو ته لوړه شوې ده. دوی دا هم وايي چې د دایکندي- کابل د موټرو کرايه هم لوړه شوې ده.

د دايکندي ولایت يوه اوسیدونکي حسین دویچه ویله ته وويل: «زه ناروغ لرم، ټولې لارې بندې دي او نه شم کولای ناروغ مې کابل ته ورسوم. په دايکندې کې پرمختللی روغتون نه شته که حکومت پاملرنه ونکړي ښايي ناروغ مې مړ شي.»