1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بانکي مون سوریې ته د کیمیاوي وسلو د نه کارولو خبرداری ورکړ

۱۳۹۱ مهر ۱۱, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/16Imd

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون یو ځل بیا د سوریې دولت ته د یاغیانو پر وړاندې د کیمیاوي وسلو د نه کارولو خبرداری ورکړی دئ. هغه زیاته کړې ده چې دغسې برید به ناوړه پایلې ولري. خو په عین وخت کې ئې دې خبرې ته اشاره کړې ده چې سوریه یو له هغه اتوو هیوادونو څخه ده چې د ملگرو ملتونو د اتومي وسلو تړون ئې نه دئ لاسلیک کړی.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیون پنیټا، ویلي دي چې په نزدې وختونو کې د سوریې دولت کیمیاوي وسلې بل ځای ته انتقال کړي دي چې خوندي وساتل شي. د ملگرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم، په خپله بیانیه کې پخپل هیواد کې د جگړې د ادامې تور د القاعدې پر ترهگرو لگولی دئ او پر دې سربیره ئې د ترکیې، سعودي عربستان او قطر پر هیواد تور پورې کړی دئ چې له وسله وال اپوزیسیون سره مرستې کوي.