1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د سوریې کړکیچ په جگړې نه شي حل کیدای»

مسعود جهش (AFP, AP, dpa)۱۳۹۲ شهریور ۱۵, جمعه

بان د G20 په غونډه کې وویل چې د سوریې د کړکیچ له پاره باید یوه سوله ییزه حل لاره وموندل شي. په ملگرو ملتونو کې د امریکا استازې پر روسیې باندې تور لگولی دی چې د سوریې په برخه کې د دغې شورا پر وړاندې ستونزې رامنځ ته کوي.

https://p.dw.com/p/19csq
انځور: Getty Images

د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کیمون، د پنجشنبې په ورځ نړیوالو مشرانو ته د تړلو دروازو تر شا د ماښامنۍ ملمستیا پر مهال وینا وکړه. بان په خپلو خبرو کې ټینگار وکړ چې د سوریې کړکیچ «پوځي حل لاره» نه لري او باید د خبرو اترو له لارې ورته د پای ټکی کیښودل شي.

بان په عین حال کې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا له دایمي غړو چین، فرانسې، روسیې، انگلستان او امریکا متحده ایالاتو څخه وغوښتل چې د سوریې په برخه کې د ملگرو ملتونو د د منشور په چوکاټ کې په عمل لاس پورې کړي.

امریکا متحده ایالات په سوریې کې د زهرجن گاز تر احتمالي کاریدو وروسته پر دغه هیواد باندې د یوه پوځي برید په اړه خبرې کوي خو روسیې د دغه شان برید مخالفت کوي. امریکا د اسد پر رژیم باندې تور لگوي چې په سوریې کې یې د اگست میاشتې په ۲۱ نیټه کیمیاوي وسلې کارولي دي چې په پایله کې یې له ۱۴۰۰ څخه ډیر کسان وژل شوي دي. خو روسیه په دې اړه د امریکا ادعاوې ناسمې بولي.

له بلې خوا په ملگرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو استازې سمنتا پاور، د پنجشنبې په ورځ پر روسیې باندې تور ولگاوه چې د سوریې په لانجه کې یې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا «برمته کړې ده».

تر دې مخکې ولسمشر اوباما ویلي وو چې پر سوریې باندې د برید پریکړه به یې د هیواد کانگرس وکړي. د چهارشنبې په ورځ د امریکا د سنا د بهرنیو چارو کمیټې پر سوریې باندې د یوه امریکايي محدود پوځي برید مسودې ته مثبته رایه وکړه. که دغه مسوده د کانگرس له خوا تصویب شي نو امریکا به د ۹۰ ورځو له پاره پر سوریې باندې د برید کولو اجازه ترلاسه کړي. په دې مسودې کې سوریې د امریکایي سرتیرو استول رد شوي دي.

لویدیځ هیوادونه بیلا بیل دریځونه لري

د انگلستان لومړي وزیر دیوید کمرون، د پنجشنبې په ورځ وویل چې د هیواد څیړونکو یې داسې شواهد ترلاسه کړي دي چې ښيي په سوریې کې له زهرجن گاز څخه کار اخیستل شوی دی. که څه هم انگلستان په سوریې کې د زهرجن گاز د احتمالي کاریدو په اړه شواهد لري، خو دغه هیواد بیا هم له امریکا سره پر سوریې باندې په یوه احتمالي برید کې ملگرتیا نه کوي. دا په داسې حال کې ده چې فرانسې پر سوریې باندې د یوه امریکايي برید ملاتړ کوي.

له بلې خوا چین هم په دې اړه چې امریکا کیدای شي پر سوریې باندې برید وکړي اندیښنه څرگنده کړې ده. د G20 هیوادونو په غونډه کې د دغه هیواد استازي وویل: «جگړه د سوریې ستونزه نه شي حلولای.»

د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل، په وار وار سره په سوریې کې د خپل هیواد د پوځي ښکیلتیا خبره رد کړې ده او ټینگار یې کړی دی چې آلمان به پر دمشق باندې په یوه احتمالي پوځي برید کې برخه وا نه خلي

«اقتصادي موضوعگاني باید د اجندا په سر کې وي»

تر دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، چې هیواد یې د G20 د غونډې کوربه توب هم پر غاړه لري، خبریالانو ته ویلي وو چې د سوریې پر ځای باید د G20 په غونډه کې پر اقتصادي موضوعگانو باندې بحثونه وشي.

دغه غونډه د جمعې په ورځ پای ته رسیږي. د غونډې گډون وال د نړۍ د دوه دریمې برخې له نفوس څخه استازیتوب کوي. دغه هیوادونه د نړۍ د ۹۰ سلنه ناخالصه ملي عاید خاوندان دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب