1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بان په غزه کي د اوربند هرکلی وکړ

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۳ مرداد ۲۰, دوشنبه

په غزه کې تر یوې اوونۍ نوو نښتو وروسته بیا د اسرائیلو او فلسطینیانو تر منځ یو ۷۲ ساعته اوربند اعلان شوی دی. د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، هیله څرگنده کړې ده چې دغه اوربند به وغځیږي.

https://p.dw.com/p/1CsQN
انځور: Reuters

د مصر په منځگړتوب وروستی اوربند د دوشنبې له پیله اعتبار لري. د اوربند تر پیلیدو لږ دمخه د غزې په شخړه کې دواړو ښکیلو اړخونو یو پر بل باندي بریدونه وکړل.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کی مون، د دغه اوربند هرکلی کړی دی. د هغه یوه ویاند په یوه بیانیه کې ویلي دي: «د ملگرو ملتونو عمومي منشي هیله څرگندوي چې دا به د مصر په منځگړتوب د دواړو اړخونو له پاره دا چانس ورکړي چې د یوه دوامداره اوربند پر سر موافقې ته سره ورسیږي. دا کار باید د ملکي وگړو د گټې له پاره او د دواړو اړخونو د ادعاو د څېړني په موخه وشي.»

بان همداراز پر ټولو اړخونو باندي غږ کړی دی چې له داسي اقداماتو څخه ډډه وکړي چې په پایله کې یې تاوتریخوالی یو وار بیا رامنځ ته کیدای شي.

د بان په حواله په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «ملگري ملتونه چمتو دي چې هغه توافق عملي کړي چې سوله رامنځ ته کړي او د غز د ودې او بیا رغونې له پاره لاره هواره کړي.»

د قاهرې خبري له سره پیلیږي

اسرائیلي چارواکو د یکشنبې په شپه وویل چې د هغوی مرکچیان به د دوشنبې په ورځ مصر ته د غیر مستقیمو خبرو اترو په موخه ولاړ شي. هغوی د خپل دې کار له پاره د دوشنبې په شپه د اوربند دوام شرط ایښی وو.

په قاهره کې د هوایي ډگر چارواکو د یکشنبې په ورځ روښانه کړې ده چې فلسطیني مرکچیان هم ور رسیدلي دي. اسرائیل له حماس سره له مستقیمو خبرو اترو څخه ډډه کوي او هغه یو ترهگر سازمان بولي.

د حماس مشر له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې هغوی د یوه اوږدمهاله اوربند د رامنځ ته کیدو له پاره پر خپلو پخوانیو اصلي شرطونو چې د غزې د کلابندۍ ماتیدل هم پکښې شامل دي ولاړ دي.

د حماس مشر خالد مشال ویلي دي: «موږ پر دې باندې ټینگار کوو. که اسرائیل خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، حماس او نوري فلسطیني ډلي له سیاسي او نظامي لحاظه مقاومت ته چمتو دي.»

له بلې خوا بیا اسرائیلو ویلي دي چې یوازي په هغه صورت کې له یوه دوامداره اوربند سره موافقه کوي چې حماس پر دوی باندي د خپلو توغندويي بریدونه بند کړي.