1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بان کي مون: د امنيت شورا دې د سوريې پر ضد گامونه پورته کړي

۱۳۹۱ تیر ۲۴, شنبه
https://p.dw.com/p/15XlL

د ملگرو ملتونو سر منشي بان کي مون، د امنيت پر شورا غږ کړی دئ چې په سوريې کې د تاوتريخوالي د بندولو له پاره اقدامات وکړي. بان کي مون زياته کړې ده چې که پر سوريې باندې فشار زيات نه کړل سي نو ولسمشر بشارالاسد به د نورو ډله ییزو ژنو له پاره اجازه ليک تر لاسه کړي. بان تر هغه وروسته دا څرگندونې کړی دي چې د حکومتي ځواکونو له خوا د حماه ولايت په يوه کلي کې لږ تر لږه د ۲۰۰ ملیانو د وژنې خبرونه خپاره شوي دي. د امريکا د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزيرې هېلري کلنټن پخپل غبرگون کي ويلي دي چې د دمشق حکومت په قصد سره ولسي کسان وژني.