1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بان کي مون: په افغانستان کي امنيتي وضعيت نور هم خراب سوی

۱۳۸۷ اسفند ۲۵, یکشنبه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په هغه رپوټ کي چي د جمعې په ورځ خپور سوی ويلي دي چي په افغانستان کي امنيتي وضعيت ناخوال سوی دی او ښايي د طالب ياغيانو د زور زياتيو په پام کي نيولو سره سږکال نور هم بد ورګی سي...

https://p.dw.com/p/HCJp
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مونانځور: picture-alliance/ dpa

عمومي منشي بان کي مون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته په خپل وروستي رپوټ کي په افغانستان کي د هغه سازمان د فعاليتونو په هکله وويل، چي 2009 کال به ډيرکړکېچن وي. هغه زیاته کړه، البته د مينځ مهالي مودې په مخه د خوشبینۍ له پاره هم هيلي سته.

په رپوټ کي راغلي دي:« حکومت، امنيتي ځواکونه او د افغانستان خلک او له هغو سره نړيوال متحدين ټول په 2009 کال کي له يوې سختي آزمويني سره مخامخ دي.»

دعمومي منشي رپوټ زياتوي:امنيت د خرابيدو خواته درومي. د حکومت او د نړيوالو مرستو هلوځلو نتايج هغه هيلي او ارمانونه پوره نه کړل چي افغانانو ورته درلودلې، دا په داسي حال کي چي هغوی د وچکاليو او په نړيواله کچه د خوراکي توکو د زياتيدو سره، سخت تاواني سوي دي او رنځ ځني وړي»

دامريکا د متحده ايالاتو تر مشرۍ لاندي د نړيوال ايتلاف له خوا په 2001 کال کي د طالبانو د واکمنۍ له رانسکورېدو څخه را په دې خوا په افغانستان کي زور زياتی خپلي لوړي کچي ته رسېدلی.

جمهور رييس اوباما، 17000 نور سرتيري دې هيواد ته استوي چي ډيری يې په جنوب او ختيځ کي ځای پر ځای کيږي،چي همدا اوس په زر ګونو نور بهرني سرتيري له ياغيانو سره په جګړو بوخت دي.

د ملګرو ملتو د عمومي منشي،رپوټ وويل چي په افغانستان کي د قانون واکمني «په کافي کچه د عمل په ډګر کي» نه پلي کيږي او له قانون څخه سرغړوني هغسي جدي نه نيول کيږي چي بايد وسي.هغه همدا راز په حکومت کي د مخ پر زياتيدو اختلاس او اداري فساد ته ګوته ونيوله.

بله ستونزه د ولسي وګړو د مرګ ژوبلو زياتوالی دی. په تير ميلادي کال کي د هغوی د وژلو کچه په سلو کي40 لوړه سوه چي شمېر يې 2118 ته رسيدلی دی. البته د ډيرو ولسي وګړو د مرګ ژوبلو عاملين ياغيان دي،خو په سلو 39 د افغان او بهرنيو ځواکونو له خوا وژل سوي دي.

بان کي مون د ولسمشر ښاغلي حامد کرزي سره په کابل کي د يوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال
بان کي مون د ولسمشر ښاغلي حامد کرزي سره په کابل کي د يوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهالانځور: AP

بان،په خپل رپوټ کي وويل.« په داسي حال کي چي ډير دلايل موجود دي چي په 2009 کال کي به وضعيت نور هم خړ پړ سي، خو په مينځ مهاله موده کي د خوشبينيو له پاره هم هيلي سته.»

هغه وویل،« د يوشمېر نور بهرنيو سرتيرو استول په دې موخه چي د افغانانانو د امنيت په ساتلو کي مرسته وکړي، يو د هرکلي وړ پرمختګ دی.»

د ملګرو ملتو رپوټ وايي، د دغو سرتيرو زياتوالی کيدای سي چي د افغان ملي امنيتي ځواکونو د روزني په مقصد د پوځي ښوونکو په شمېر کي زياتوالی راولي، خصوصاً هغوی به په راتلونکو انتخاباتو کي د امنيت په خوندي ساتلو کي مرسته وکړي.

بان، وويل، د خوشبينۍ بله وجه داده چي د افغانستان د کورنيو چارو وزارت پلان لري چي د وزارت په دننه او پوليسو کي په اصلاحاتولاس پوري کړي. او د ملګرو ملتو د اټکلونو له مخه د ترياکوپه توليدکي په سلو کي20 تر 30 پوري کموالی راغلی او دا به د هغو ولاياتو شمېر زیات کړي چي د ترياکو له کرلوڅخه ستره کيږي.

نوري انديښنې د ښځو د وضعيت په هکله دي، ډيری ښځي په ورځني عامه ژوندکي له زور او ګواښونو سره مخامخ دي. د ملګرو ملتو عمومي منشي همدا راز په افغانستان کي د بيان د آزادۍ د حقوقو ستونزو ته هم اشاره وکړه چي لا تراوسه رپوټونه ورکول کيږي چي ژورنالستان د دولتي او غير دولتي کسانو له خوا تر ګواښ لاندي دي.

د ملګرو ملتو د امنیت شورا د رواني ميلادي مياشتي په پای کي په افغانستان کي د هغه سازمان د ماموريت د اوږدولوله پاره پريکړه کوي. د بان، په رپوټ کي د یو بل کال له پاره د دغه ماموريت د اوږدولو سپارښتنه سوې ده.

RTRE/ عبدالحکيم باري

کتونکی. زيارمل