1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بان کي مون په یمن کې پر روغتون برید غندلی

۱۳۹۴ آبان ۶, چهارشنبه

په یمن کې د بې سرحده ډاکټرانو، د یوه روغتون تر بمباریدو وروسته د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د جگړو د بندیدو غوښتنه کړې ده. سعودي عربستان د دغه برید چې دا ډول لومړنی برید نه دی، د مسئولیت اخیستو څخه انکار کړی دی.

https://p.dw.com/p/1GvEE
انځور: AFP/Getty Images/F. Nureldine

د سعودي عربستان په مشرتوب پوځي ائتلاف د معلوماتو له مخې دوی په صعده ښاره کې د «بې سرحده ډاکټرانو» روغتون نه دی بمبار کړی. د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د ائتلاف له لوري پر روغتون بمباري شوې ده؟ په ځواب کې د سعودي عربستان برید جنرال احمد اسیري ویلي دي چې «په هیڅ صورت نه.»

خو د دې برعکس د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د دغه برید له پاره دغه ائتلاف مسئول بللی او د دغه هیواد په شمال کې یې پر یوه روغتون باندې برید غندلی دی. بانکې مون د دغې پیښې په هکله د پلټنو د تر سره کیدو غوښتنه کړې ده چې پکښې ډیر شمیر کسان ټپیان شوي ول. هغه په عین وخت کې د جگړې له ښکیلو اړخونو څخه «په سملاسي توگه د ټولو پوځي عملیاتو په شمول د هوایي بریدونو د دریدو غوښتنه کړې ده.»

د بې سرحده ډاکټرانو خیریه سازمان تر دې دمخه ویلي وو چې د حوثي یاغیانو په اصلي ټاټوبي کې د دوی پر روغتون هغه مهال بمباري شوې ده چې په دغه ودانۍ کې د دوی کار کوونکي او ناروغان موجود ول. د صبا، په نوم د یمن د دولتي خبري آژانس د معلوماتو له مخې د نورو هوایي بریدونو په ترڅ کې د نجونو یوه ښوونځي او ډیرو استوگنځایونو ته زیان اوښتی دی.

په یمن کې د بې سرحده ډاکټرانو مشر پر دې خبره ټینگار کړی دی چې شا او خوا دوې اوونۍ د مخه یې د دغه روغتون د دقیق موقعیت په هکله ائتلاف ته معلومات ورکړي وو.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې لږ تر لږه په دغه روغتون کې ۲۰ تنه موجود وو. زیاته شوې ده چې په هوایي برید کې اووه تنه ډاکټران ټپیان شوي او روغتون په بشپړه توگه له منځه تللی.

د بخښنې نړیوال سازمان د دغه «غیر قانوني برید» په هکله د پلټنو د تر سره کیدو غوښتنه کړې ده. د یونیسف د معلوماتو له مخې د مارچ میاشتې له پای راهیسې په یمن کې د پیل شوو هوايي بریدونو په ترڅ کې دا ۳۹ روغتیایي مرکز دی چې په نخښه کیږي.

په صنعا کې د هوایي بریدونو له کبله رامنځ ته شوې ویجاړۍ

د حوثي یاغیانو له لوري یرغلونو د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي دې ته اړ کړ چې په مارچ میاشت کې سعودي عربستان ته وتښتي. سعودي عربستان او ځينو نورو عربي هیوادونو په دې موخه په یمن کې هوایي بریدونه پیل کړل چې حوثي یاغیان پر شا وتمبوي او منصور هادي بیرته واک ته ورسیږي.

په دغه موده کې نوموړي ائتلاف د عسکرو یو ځمکنی ماموریت هم پیل کړ، خو لا هم پلازمینه صنعا د حوثي شیعه یاغیانو له لوري کنترولیږي. اوسمهال تر ټولو زیات د تعز د ښار پر سر جگړه روانه ده. له مارچ میاشتې راهیسې په هوایي بریدونو کې کابو ۵۰۰۰ انسانان وژل شوي دي او د دغه هیواد ۸۰ سلنه نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري.

بې سرحده ډاکټران په نړیواله کچه په جگړه ځپلو سیمو کې روغتیایي خدمات وړاندې کوي. د اکتوبر میاشتې په سر کې د افغانستان په کندز ولایت کې هم د دوی یو روغتون د امریکايي هوایي ځواکونو تر برید لاندې راغی چې پکښې شا او خوا ۳۰ تنه ووژل شول.