1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بايدن: په جنوبي اسيا کي تر ټولو خطرناک هيواد پاکستان دی

۱۳۸۸ بهمن ۲۲, پنجشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو مرستيال جمهورريس جوبايدن دغه خبره د سي ان ان سره په يوه مرکه کي کړي او وايي چي زما له نظره نه افغانستان، نه عراق او نه د ايران د اټومي پروګرام لانجه په سيمه کي يوه ستره ننګونه ده، بلکي پاکستان...

https://p.dw.com/p/LyjW
د امريکا د متحده ايالاتو د جمهورريس مرستيال جوبايدن
د امريکا د متحده ايالاتو د جمهورريس مرستيال جوبايدنانځور: AP

هغه وايي پاکستان زما له نظره د يوې خوا ډير لوی هيواد دی دغه هيواد اټومي سلاوي لري، د لښکر کشۍ توان لري او په دغه هيواد کي توندلاري ژوند کوي.

جوبايدن زياتوي چي پدغه هيواد کي د ډيموکراسۍ پايې ډيري سوستي دي او دا زما له نظره يوه ستره اندېښنه بلل کيږي.

په امريکا کي د بارک اوباما حکومت د پاکستان د حکومت څخه په جدي توګه ددې غوښتنه کړې، چي دوی بايد د تندلارو اسلامي ډلو پرضد په کلکه او جدي توګه عمل وکړي. يوازي دا کفايت نه کوي چي افغانستان ته ډير عسکر واستول سي، ځکه چي هم د القاعدې او هم د تندلارو طالبانو اصلي هډې په پاکستان کي دي.

له بلې خوا د امریکا متحده ايالاتونه له ډير وخت راپدېخوا دا اندېښنه لري چي په پاکستان کي داسي کړۍ سته چي هغوی د تندلارو اسلامي ډلو ملاتړ کوي. که څه هم پاکستان په صوات او وزيرستان کي د امريکايانو د فشار له امله په یو لړ پوځي عملياتو لاس پوري کړی. خو داهم ويل کيږي چي پاکستان د هغو طالبانو پر ضد چي په اصتلاح افغاني طالبان بلل کيږي او هغوی په افغانستان کي عمليات سرته رسوي د هغوی په وړاندي جدي عمل نه کوي.

د واني مياشتي په پيل کي د امریکا د متحده ايالاتو د ملي استخباراتو مشر دينيس بلېر ددغه هيواد د سنا په وړاندي ويلي دي چي د پاکستان اټومي سلاوي لکه څنګه چي ويل کيږي خوندي نه دي. او که چيري دغه سلاوي په يوه غلط سلاس کي ولوېږي نو دابه په سيمه کي يوه لويه بدبختي رامنځته کړي.

AG/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل