1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بايرن ته لنډه کتنه

۱۳۸۸ اردیبهشت ۲۸, دوشنبه

کله چي د بايرن په هکله بحث کيږي نو څرمي پتلون، سپين ساسج، د نوی شوانشټاين کلا او د الپن د غرونو په واوري پټي څوکي هغه څه وي چي یادول کيږي. خوایا په بايرن کي يوازي دغه څه سته او که څنگه؟

https://p.dw.com/p/HsFX
په بېرخټس ګاډنر لانډ کي د کيونش کوړم
په بېرخټس ګاډنر لانډ کي د کيونش کوړمانځور: AP

بدرنگه سړکونه، د سترو ښارونو نفستنگي، او د ښارونو پر څنډو زيات کارول سوي سمېټ د نوروايالتونو په څېر په بايرن کي هم سته. خو په بايرن کي بيا داسي قدرتي منظرې او طبعي ځايونه سته چي ښايي بل هيڅ چيري په المان کي نه وي. د الپن د غرونو منظره، د المان د ترټولو جگ غره څگ شپټڅه او د ډوناو او ماين سيندونو د غاړي زرغونه ډاگونه او په همدې توگه د اوبربايرن د جهيلنو يا کوړمونو تخته چي پکښي د خيم، ټېگر، کيونش، امر او شټارنبېرگ کوړمونه راځي، هغه څه دي چي د بايرن په ځانگړتياو کي شمېرل کيږي.

معياري ژبه ښه ـ خو لهجوي ژبه بهتره

بايرن د المان هغه ايالت دی چيري چي د المان تر ټولو زيات د کرهڼې سره تړلي شرکتونه ځای پر ځای دي. پدغه ايالت کي د درو لکو څخه زیات انسانان د کرهڼې په ډگر کي کار کوي. پدغه ايالت کي د کلو پخواني جوړښتونه او کليوال دودونه چي د ځانگړو جامو، موزيک او اتڼونو سره مله وي، لا تر اوسه ژوندي پاته دي. گرچه په ځوان نسل کي زړو دودونو ته لېوالتيا کمه سوېده خو بيا هم زياتره دودونه او جوړښتنونه ژوندي دي. د المان په بل هيڅ ايالت کي لهجه وي ژبي ته دومره اهميت نه ورکول کيږي لکه په بايرن کي. په بايرن کي دالماني ژبي بايرش، شوېبيش او فرانکيش لهجې ويل کيږي.

څرمي پتلون ښه ـ خو د غېږي کمپيوټر لا بهتره

يو تقاعدی مامور په خپل کور کي د غيږي د کمپيوټر سره
يو تقاعدی مامور په خپل کور کي د غيږي د کمپيوټر سرهانځور: Bilderbox

خو د بايرن اوسېدونکي ځان ته د ځنگلونو د هغو اوسېدونکو په سترگه نه گوري څوک چي څرمي پتلون اغوندي او په معياري الماني نه پوهيږي. „څرمي پتلون خوـ د غيږي کمپيوټر لېپټاپ سره مل“ هغه شعار دی چي اوس يې د بايرن اوسېدونکي په لېوالتيا د ځان لپاره کاروي. ددغه شعار په مرسته بايرن خپل ځان ښيي چي د دوديز ژوندد ارزښتونو او د جديدترينې ټيکنالوجۍ تر منځ يې يو بهترينه آمېزش جوړ کړی دی. او په رشتيا هم ددغه ايالت دولس په سلو کي وگړي د لوړي ټيکنالوجۍ په ډگر کي کار کوي چي په پرتليزه توگه په اروپا کي يوه جگه کچه ده. د بايرن شرکتونه لکه زيمنس، اي اې ډي اېس او بي اېم ډبليو د نوي ټېکنالوجۍ جوړونکو بهترينه بېلگي دي. خو ددې تر څنگ بايرن تر اوسه لا يو زرعي ايالت پاته سوی دی. تر اوسه پوري لا بايرن د المان د نورو ټولو ايالتونو په پرتله زيات خوراکي توکي توليدونکی ايالت دی. او تر اوسه پوري لا د کلو نفوس د ايالت سياسي واک په لاس کي لري.

ټاکنې ښه ـ خو همېشه دهمدغه يوه گونډ ټاکل بهتره

معلوماتي جدول

12.5 مليونه

نفوس

70550 مربع کلوميتره

احاطه

ميونشن

د ايالت پلازمېنه

2.12.1946

د منځ ته راتلو نېټه

موټر جوړونه، نوې ټکنالوجي، رسنۍ

مهمې اقتصادي څانگي

په بايرن کي همېشه محافظه کاره سیاستوال ټاکل کيږي. د 1945 م مېلادي کال راهيسي يوازي يو ځل يو داسي دايالت والي تېر سوی دی چي هغه محافظه کاره نه و بلکه د سوڅيال ډيموکراټ گوند سره يې تړاو درلودی. د سوڅيال ډيموکراټ گوند دغه غړی ويلهېلم هيوگنر و دچاپه مشرتابه کي چي د سوڅيال ډيموکراټ گوند په 1954 م کال د دغه ايالت ټاکنې د لومړي او د وروستي ځل لپاره وگټلې. ددغه یوه ځل پرته پدغه ايالت کي همېشه د مسيحي سوڅيال محافظه کاره گوند حکومت کړی دی. په همدې وجه د بايرن په هکله په ټوکو کي ويل کيږي چي گرچه ددغه ايالت پاچا په 1918 م مېلادي کال لا د پاچهۍ څخه لاس پر سر سوی و، خو پدغه ايالت کي تر اوسه پوري لاد پاچهۍ نظام روان دی.

محافظه کاران د پرمختگ په سيالي کي تر ټولو وړاندي.

که يو لږ په بايرش لهجه خبري کولای سي نو بل بيا هيڅ په معياري الماني نه پوهيږي. يو د چرگو سره بوخت دی او بل د کمپيوټر سره. د څرمي پتلون او غېږي کمپيوټر پديده هغه څه دي چي په دغه ايالت کي د نوي او زاړه پېر دواړو سره لېوالتيا په گوته کوي.

بېرنهارډ موم د کمپيوټر د پردې مخته ناست دی او وايي: „د زړه رسته نيمايي موږ تر اړتيا لږ مهمه اټکل کړې وه “. پنځوس کلن بېرنهارډ موم د ميونشن ښار د ټيکنالوجۍ د يوه نامتو شرکت ټام ټېک مشرتابه په غاړه لري. دده مخته د کمپيوټر پر پرده په انځوريزه توگه زړه ښودل کيږي. ددغه زړه ښه نيمايي کږه ده او د زړه د نورو کوټو سره مښلي. داچي زړه په حرکت کي په انځوريزه توگه د کمپيوټر پر پرده وښودل سي، اسانه کار نه و. ښاغلي موم د خپلو 130 همکارانو په مرسته د درې بعده اولټراساونډ انځور اخيستنې يوه داسي لاره اختراع کړې ده د کومي په مرسته چي انځورونه نه يوازي په حرکت کي کتل کېدلای سي بلکه دغه انځورونه په درې بعده توگه څرخول کېدلای هم سي. ددغه ميتود له مخې ډاکټران کولای سي چي د سر څخه تر پای پوري د بشپړه زړه انځور او يا هم د تبيو په ډول انځورونه وگوري. دا چي دغه ډول انځور اخيستنه د اېم آرآی په مرسته ممکنه وه زیات خلک په خبردي. خو د الټراساونډ په مرسته ددغه ډول انځورونو اخيستل يو نوښت دی. ښاغلی موم او دهغه همکاران د نړۍ به هغو کمو خلکو کي راځي چي دغه ډول انځورونه د الټراساونډ په مرسته د کمپيوټر پر پرده يا مانيټور اچولای سي.

موم د يوه همکار سره
موم د يوه همکار سرهانځور: Jutta Wasserrab

ښاغلی موم او دهغه ټام ټېک شرکت په هغو اشخاصو او شرکتونو کي راځي چي د بايرن ايالت حکومت يې ډېر خوښوي. ولي چي د ايالت حکومت غواړي چي ځان ځوان، نوښتگر او نړۍ وال وښيي. دبايرن ايالت غوښتل چي نور ورته د يوه صحرايي او بزگر ايالت په توگه ونه کتل سي. کله چي په 1953 م مېلادي کال د زيمنس شرکت د برلين څخه و بايرن ايالت ته کډه سو نو دغه د بايرن لپاره يوه بريا وه او هغه پداسي حال کي چي بايرن همېشه د پروسيا سره په سيالي کي واقع و. د زيمنس وروسته نورو د ټېکنالوجۍ شرکتونو هم و بايرن ته مخه وکړه. پدغه شرکتونو کي د بيالوژي ټېکنالوجي او د کمپيوټر جوړونې شرکتونه هم شامل دي چي په وجه يې دغه ايالت ته د باوارين سليکون وېلي نوم هم ورکړل سوی دی. د ميونشن تر څنگ په اېرلانگن، نيورن بېرگ او ويورڅ بېرگ کي هم د نوي ټېکنالوجۍ سره تړاو درلودونکي شرکتونه سته.

چيري چي د دوديزه ژوند پولي پای ته رسيږي

بزگران بيا هم پاته دي. په بايرن کي څه باندي 3.5 مليونه هېکټار د کرهڼې مځکه سته چي په هغه کي 160هېکټره انټون کرائټماير کري. د بيالوژيکی گاز تولېدوونکي ماشين تر څنگ کرائټماير 700چرگاني او يو دکان هم لري. کرائټماير پخوا خنځيران هم درلودل خود بد بوی له وجي يې گاونډيانو شکايت درلودی. نوموړی وايي چي پدغه کلي کي ټوله اوسېدونکي دوديزه ژوند کوي خو کله چي د خنځيرانو بوی وي نو لکه چي د دوی د دوديزه ژوند پولي پای ته ورسيږي.

دبايرن رايه ورکوونکي همېشه همدغه يو گوند ټاکي.

د انټون کراييتماير چرګي
د انټون کراييتماير چرګيانځور: Jutta Wasserrab

په بايرن کي د رايه ورکولو په برخه کي بدلون نه راځي. د المان مسيحي سوڅيال گوند د تيرو پنځوسو کالو راهيسي پرله پسي پدغه ايالت کي حکومت کوي. په ايالتي ټاکنو کي دغه گوند زياتره وخت قاطع اکثريت ترلاسه کوي. د مسيحي سوڅيال گوند په ټاکلو کي همېشه کلي ستر رول لوبوي. د المان سوڅيال ډيموکراټ گوند يوازي په ښارونو کي رايه ورکوونکي لري او په کلو کي يې د گټلو چانسونه ډېر کم وي.

هر څه ابتذال نه دی

که په سياست کي ښار او کلی نه دي سره يو ځای نو لږ تر لږه په اکتوبر فېسټ نومي لمانځونو او مېلوکي بزگر کرائټماير او د ټېکنالوجۍ شرکت مشر موم سره يو ځای کيږي. لکه د المان په نورو ايالتونو کي چي د کارنېوال لمانځنې تر سره کيږي نو په بايرن کي د اکتوبرفېسټ په نوم لمانځنې تر سره کيږي. داسي بريښي لکه دغه لمانځني چي د کال د پنځم موسم په ترڅ کي تر سره کيږي. ښاغلی موم مېلمانه لري او په اکتوبر فېسټ کي ورسره په لمانځنو بوخت دی. دی وايي چي د اکتوبر فېسټ لمانځنې حتمي دي. دده په آند که څوک بايرن ته راځي نو بايد خامخا پدغه لمانځنو کي برخه واخلي ولي چي دغه همدومره مهمه کار دی لکه د بايرن د نامتو بير جوړولو د کارخانې څخه ليدنه، د خنځيرد پښې خوړل، د خېم کوړم څخه کتنه او د څوگ شپيټڅه ته ختل چي مهمه دي. ښاغلی موم وايي چي بعضي دغه يادکړل سوي شيان د ابتذال برخه دي .

د وطن سره د ميني احساسات

يو حقيقت چي کرائټماير او مم دواړه يې غواړي چي همدغسي پاته شي هغه د کرهنې موضوع ده. دواړه غواړي چي د بير چښلو د ملگرو سره همېشه په همدغه ډول په يوليټره گلاس کي بير وچښي. ښاغلي مم د امريکا ويزه تر لاسه کړې وه کله چي ټام ټېک د امريکا شيکاگو ته منتقل کېدی خو د ملگرو لپاره يې دغه تکل عملي نه کړی او دی په بايرن کي پاته سو. د خپلې سيمي سره ميني دی دې ته وهڅوی چي نه دا چي پاته سي بلکه داچي د ټام ټېک مرکزي دفتر بېرته بايرن ته رامنتقل کړي.