بحرین: د بشري حقونو یو تن فعال نیول شوی دی
۱۳۹۱ آبان ۱۴, یکشنبهاعلان
د بحرین چارواکو د یوسف المحافظه، په نوم د بشري حقونو یو تن فعال نیولای دی. د نوموړي فعال مدافع وکیل محمد الجیشي، ویلي دي چې هغه په دې تور نیول شوی دی چې د لاریونو د تر سره کولو پر وړاندې لگول شوي بندیزونه یې مراعات کړي نه دي. یوسف المحافظه د بحرین له پاره د بشري حقونو د مرکز د مشر په توگه وروسته تر هغې کار پیل کړی وو کله چې د ۲۰۱۲م کال په پیل کې د دغه سازمان مشر نبیل رجب، ونیول شو او د یو شمیر لاریونونو د ترسره کولو په تور د دریو کالو د بند په سزا محکوم شو.
شعیه مذهبه فعالان چې د بحرین د نفوس اکثریت تشکیلوي، د ۲۰۱۱م کال د فبروري د میاشتې راهیسې یې د دولت پر وړاندې په احتجاجونو پیل کړی دی. هغوی د دغه هیواد مشرتابه د تبعیض په سیاست تورنوي. د دغه احتجاجونو په لومړي سر کې په بحرین کې تر پنځوسو زیات کسان وژل شوي وو.