1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بخښني نړيوال سازمان: د افغان مهاجرو اخراج دي بند سي

۱۳۹۶ مهر ۱۳, پنجشنبه

د بخښني نړيوال سازمان یو تازه رپوټ افغانستان ته د اخراج سوو افغان مهاجرو د ژوندانه د خطر خبره کړې او ویلي یې دي چي، هر څوک چي هلته لیږل کیږي، له تشدد، یرغمل کیدو او مرگ له خطر سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/2lEcA
Afghanistan abgeschobene Asylbewerber kehren zurück
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

امنیستي انترنېشنل په خپل نوي رپوټ  Forced back to danger»» کي لیکلي دي چي، اروپايي هیوادونه په اوس وخت کي په مخ پر ډیریدونکي ډول سره رد سوي افغانان اخراجوي چي هغوی له تشدد، شکنجې او مرگ سره مخامخ کیږي. په افغانستان کي پر خرابي وضعي سربیره افغانانو ته په جرمني کي د پاتيدو لږ حق ورکول کیږي.

په جرمني کي د دغه سازمان د پناهندگۍ او مهاجرو د سیاست کارپوهه فرانڅیسکا ویلمار، ویلي دي چي، د جرمني د مهاجرو او پناه غوښتني ادارې د ادعا برخلاف په افغانستان کي هیڅ اطمیناني سیمه او یا د قبول وړ ډاډمنه بديله سیمه نه سته. ځکه نو د جرمني حکومت باید بې له ځنډه ددې غم وخوري چي هلته خرابي امنیتي او بشري وضعي ته په کتو سره هیڅوک نور اخراج نه کړي. «افغانستان ته هر اخراج له نړيوالو حقونو خلاف عمل دی».

د«Forced back to danger» نوئ رپوټ په اروپا کي د افغانانو د پناهندگۍ پروسه او همدارنگه د اروپايي ټولني په مختلفو هيوادو کي د هغوی د اخراجیدلو پروسې تعقیب کړي او څیړلي دي.

د جرمني او افغانستان د حکومتونو ترمنځ د ۲۰۱۶م کال په اکتوبر کي د مهاجرو په موضوع کي د همکارۍ تر گډي اعلامیې وروسته تر اوسه پوري ۱۱۸ انسانان په زوره افغانستان ته اخراج سوي دي. دوی ويلي دي چي له ۲۰۱۵م کال څخه تر ۲۰۱۶م پوري په مجموع کي که په زوره ايستل سوي يا پخپله خوښه بيرته گرځېدلي وي شمېر ئې ۹۴۶۰ کسانو ته رسيږي.

په افغانستان کي خلگ د بمباریو، مینونو او همدارنگه امنیتي قواوو او مخالفینو ترمنځ جنگړو کي وژل کیږي. د ویلمار په خبره «اخراج سوي کسان په هدفمند ډول تهدیدیږي، تعقیبیږي، شکنجه کیږي او یا اعدامیږي».

د بخښني نړيوال سازمان له هغو کسانو سره په محل کي هم خبري کړي دي چي له اروپا څخه افغانستان ته اخراج سوي دي. هغوی ویلي دي، چي هلته دوی بې له هر ډول اجتماعي ماحول څخه یوازي پاته سوي دي. داسي کسان هم اخراج سوي دي چي حتی په کوچنیوالي کي له وطن څخه تیښتي ته مجبوره سوي او تر اخراجیدو وروسته په یوه داسي هیواد کي ژوند کوي چي هغوی ته پردئ دی.

د بخښني نړيوال سازمان (امنیستي انترنېشنل) د داسي یوې افغاني مور مثال هم راوړئ دی چي میړه یې له ناروې څخه تر اخراجیدو يوازي څو میاشتي وروسته نیول سوی او وژل سوی دی. په افغانستان کي امنیتي حالت په تیرو څو کلونو کي ډیر زیات خراب سوی دی.

ویلمار بیا وايي،«په ۲۰۰۱م کال کي د طالبانو رژیم تر سقوط وروسته په افغانستان کي دومره ډیر خطر موجود نه وو، لکه اوس.» یوازي پروسږکال تقریبأ ۱۱۵۰۰انسانان وژل سوي او یا ټپيان سوي دي. د سږ عیسوي کال (۲۰۱۷م) په لومړۍ نیمايي کي د هغوی تعداد تر۵۲۰۰ هم زيات وو. په قربانیانو کي تر ټولو دمخه کوچنیان او ښځي شاملي دي.

خو سربیره پردې په مخ پرډیریدونکي ډول سره هغه افغانان چي په جرمني کي پناه غواړي، په زور او جبر سره له دغه هیواد څخه وتلو ته مجبوره کیږي.

زموږ له ارشيف څخه: