بدخشان: د طالبانو برید اته پولیس ووژل
۱۳۹۱ خرداد ۱۰, چهارشنبهد بدخشان ولایت د والي ویاند عبدالمعروف، وویل چې د سه شنبې په ورځ ماښام وسلوالو طالبانو د وردوجو په ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه پوسته باندې وسلوال بریدونه وکړل. تر دې برید وروسته د افغان پولیسو او طالبانو تر منځ جگړې درې ساعته دوام وکړ او تر هغه وروسته بیا افغان امنیتي ځواکونو بیرته د دې پوستې کنترول تر لاسه کړ.
د بدخشان د والي د ویاند په خبره په دې پېښه کې دوه پولیس او یوولس تنه یاغیان ټپیان شوي هم دي. د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، له رسنیو سره په اړیکه کې د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده.
که څه خم د بدخشان ولایت د افغانستان له آرامو ولایتونو څخه گڼل کیږي خو بیا هم په دې ولایت کې وخت نا وخت امنیتي پېښې رامنځ ته کیږي.
په وروستیو وختونو کې د یوې مرستندویه مؤسسې دوه بهرني کارکوونکي او د هغوی درې افغان همکاران په همدې ولایت کې د ولسه والو له خوا برمته شول.
د یوه بل خبر له مخې د سه شنبې په ورځ په ننگرهار ولایت کې دوه انتحاري برید کوونکي ووژل شول. ښايي د دغو کسانو انفجاري موار د هغوی په موټر کې مخکې له وخته چاودلي وي.
په همدې حال کې د ناټو یو سرتیری هم د افغانستان په جنوب کې د یوه بم د چاودنې په پایله کې وژل شوی دئ. د دې پېښې په اړه لا نور معلومات په لاس کې نشته. ناټو تل د خپلو وژل شوو سرتیرو په اړه جزئیات نه بربنډوي.
له دې سره نو په روان کال کې په افغانستان کې د وژل شوو بهرنیو سرتیرو شمیر ۱۷۳ تنو ته ورسید. دا په تیرو دوو کلونو کې په ورته وخت کې د ناټو د تلفاتو کموالی ښيي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم