1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بدخشان: واوره ښویدني ۴۲ کسان وژلي دي

۱۳۹۰ اسفند ۱۷, چهارشنبه

په بدخشان ولایت کې واوري ښوېدني څه نا څه ۴۲ کسان وژلي دي چې د یو شمیر وژل شوو کسانو مړي لا تر اوسه پوري نه دي موندل شوي. د دغه ولایت اوسیدونکي اوس له واورو څخه د خپلو خپلوانو د ژغورلو هڅي کوي.

https://p.dw.com/p/14GDA
انځور: AP

واورو ښوېدنو تر نورو ټولو ځایونود شیکۍ د ولسوالي په شیرین نظیم کلي کې ډېرخلک وژلي دي. په دغه ځای کې څه نا څه ۲۰۰ کسان ژوند کوي. په دغه کلي کې هغه وخت واوري ښوېدني رامنځ ته شوې چې له ډیرو واورو وروسته څو ورځي په پرله پسي ډول بارانونه وشول او هوا ګرمه شوه.

چارواکي وایي چې د شیرین نظیم د کلي اوسیدونکو تر اوسه پورې د ۳۷ کسانو مړي موندلي دي خو دا ویره شته چې د وژل شوو کسانو شمیره لوړه شي.

پردې کلي سربیره په نورو کلو کې هم واوري ښوېدني شوي دي چې پکښې پنځه نور کسان وژل شوي دي. په بدخشان ولایت کې د سره صلیب مشر سید ناصر همت، ویلي دي چې هڅه کوي زیانمن شوو خلکو ته بیړنۍ مرستي ورسوي.

د هغه په خبره اوس د کلي اوسیدونکي د واورو څخه د خلکو په ژغورلو بوخت دي. هغه ویلي دي چې دغو سیمو ته د مرستو رسول د لارو د بندوالي له کبله ډیر سخت کار دﺉ.

سږ کال په افغانستان کې سړې هوا په وروستیو ۱۵ کلونو کې ساری نه درلود. په روان کال کې واورو ښویدنو یوازې د بدخشان په ولایت کې شاوخوا ۸۰ کسان وژلي دي.

دا په داسي حال کې ده چې تېره میاشت هم په بدخشان ولایت کې د دوو ورځو په ترڅ کې سړې هوا ۳۵ ماشومان ووژل. په وروستیو کې په کابل کې هم د سړې هوا له کبله د کډوالو په کمپونو کې ۲۴ ماشومان وژل شوي دي.


آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض