برازيل په خپل لمړني گول سره ددغي اتلولۍ تر ټولو ښه گول ولگوی
۱۳۸۹ خرداد ۲۵, سهشنبهد F په گروپ کښي اوله مسابقه د نيوزيلنډ او سلواکيا تر منځ وه ، او په تعجب آوره ډول سره نيوزيلنډيان د سلواکيانو سره مساي سول ، او دا هم په داسي حال کښي چه نيوزيلنډ په 1982 کال د هسپانيې د فټبال په نړيواله اتلولۍ کښي ټولي مسابقې بايلولې،او وروسته تر هغه یې پکښی شرکت هم ندی کړی . د همدې کبله د نيوزيلنډد ملي ټيم ترينر رايکي هربرت ډير خوشاله دی ، اووايي ،
« ډير اعلی . ما هيڅ وخت زموږ پر ځوانانو عقيده نده بايللې . موږ به ډير مايوسه وای ، چه که موږ په خالي لاسو سره د ميدان څخه وتلي وای . موږ 5 کاله پر دې باندي کار وکی ، چه د فټبال په نړيواله اتلولي کښي يو څه پلاس راوړو . او هغه مو هم ددنيا د 31يا 34 ښه ټيم په مقابل کي پلاس رواړل. .»
دغي مسابقې ته چي د روسټن بورگ په سټوډيم کښي تر سره سوه ، 20000 تماشاچيان ورغلي وه .پخپله نيوزيلنډيانو او هم سلواکيانو په خپلو هيوادو کښي د فټبال د نړيوالو مسابقو په مناسبت ډير پروگرامونه درلودل .
په داسي حال کښي چه تر ډيره وخته پوري سلواکيان پر ميدان باندي حاکم وه ، او په 50 دقيقه کښي يې نيوزيلنډيانو ته گول ورکی ، خو بيا د بازۍ د رسمي ختميدو د اضافي وخت په 3 دقيقه کښي د نيوزيلنډ د ټيم څخه بَيک وينسټن رايډ گول ولگوی ، او ميچ يې يو پر يو مساوي کی .
اوس نو د F د گروپ په جدول کښي څلور سره ټيمونه په مساوي حالت کي قرار لري ، ځکه چه ددوشنبه په ورځ د ايټاليا او پرتگال مسابقه هم 1 پر 1مساوي پای ته رسيدلې وه .
د G د گروپ څخه بيا په همدغه ورځ د عاج د ساحل او پرتگال تر منځ هم ميچ صفر پر صفر مساوي پای ته ورسيدی .
په دغه ميچ کښي چه وتلو او تکړه فټبالرانو کريستيانو رونالډو او ډيدر دروگبا برخه اخيستې وه ، هيڅ گول ونه لگيدی ، خو دواړه ټيمونه د مسابقې د نتايجو څخه خوشاله دي .
دغو ټيمو چه د 37000 تماشاچيانو په مخکي يې بازي کوله ، فارورډ دروگبا دڅنگلي د تکليف له کبله د مسابقې لږ دمخه په هغه کښي د گډون اجازه پيدا کړه ، او پسله 66 دقيقو څخه بايدبيرته وتلی وای . دی وايي
«دا زموږ دپاره يو ډير سخت ميچ ؤ ، خو زه فکر کوم چه صفر پر صفر زموږ دپاره ډير مهم دی . موږ ددنيا ددريم تر ټولو ښه ټيم په مقابل کي بازي وکړه ، او زه فکر کوم موږ نن ډير منظم ميچ وکی . دا زموږ هدف ؤ چه لا اقل گول ونه خورو ، او موږ د هغه څخه ډير راضي يو . طبعأ موږ د گول وهلو ځيني امکانات درلودل ، او حتی دواړو خواوو . خو زه فکر کوم چه په آخره کښي موږ د نمرو څخه راضي يو . »
خو اوس راځۍ چی افغانستان ته ولاړسو او هلته د فټبال د شوقيانو خصوصأ هراتيانو دا واورو :
د G د گروپ څخه چي بيا دريمه مسابقه د برازيل او شمالي کوريا تر منځ تر سره سوه ، برازيل که څه هم په ډير زحمت، خو په برياليتوب سره د شپږم واري اتل کيدو دپاره مسابقه پيل کړه . په 55 دقيقه کښي يې د خپل ماهرانه گول په کولو سره دا بيا ثابته کړه ، چي کولای سي دا پلا هم نړيواله اتلولي پلاس راوړي .
په 72 دقيقه کښي د برازيل د ملي ټيم څخه ايلانو د يوه بل گول په لگولو سره پر شمالي کوريا باندي فشار نور هم زياد کی . ليکن بيا په 89 دقيقه کښي د شمالي کوريا د ملي ټيم څخه يي يون نم يو گول ولگوی ، او مسابقه 2 پر 1 د برازيل په گټه پای ته ورسيدل .
نن به بيا د فټبال په نړيواله اتلولي کښي هندوراس د چيلی ،هسپانیه د سویس او جنوبي افريقا د اوروگوای په مقابل کي يو دبل سره مخامخ سي ، او موږ به بياهم ډير په زړه پوري او تازه رپوټونه درکو .
سټيفان /محمد قاسم نوري
کتونکی : نجيب الله زيارمل