1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

براهیمي له بشارالاسد سره ویني

۱۳۹۱ شهریور ۲۵, شنبه
https://p.dw.com/p/169dq

د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو او عربي لیگ ځانگړی استازی اخضر براهیمي به نن په دمشق کې د دغه هیواد له ولسمشر بشارالاسد سره وویني. دغه خبر د ملگرو ملتونو ویاندې په نیویارک کې ورکړی دئ. هغې زیاته کړه چې دغه لیده کاته به نن تر سره شي.

د نوموړې ویاندې په وینا براهیمي به د عربي هیوادونو د یو شمیر سفیرانو، د اروپایي ټولنې له یوه پلاوي او د اپوزیسیون له مشرانو سره هم وویني. دغې ویاندې د براهیمې د رسمي سفر په نور جزئیات ور نه کړل او ويې ویل چې هغې پر دې نه پوهیږي چې براهیمي به څه وخت بیرته نیویارک ته راستون شي.

نوموړې ویاندې دا خبره تائید کړی دئ چې براهیمي تیره ورځ د اپوزیسیون د ملي همکارۍ د کمیټې له یو شمیر مشرانو، د روسیې د سفیر او د چین د ديپلومات سره هم لیدلي دي. د پنجشنبې په ورځ دمشق ته رسیدو وروسته براهیمي د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر، ولید المعلم او د ایران له سفیره سره لیدلي وو.