1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

براون:افغانستان ته په دې شرط نور عسکر ليږو چي نور هيوادونه هم هلته خپله ونډه تر سره کړي

۱۳۸۸ مهر ۲۳, پنجشنبه

لندن غواړی چي دنړیوال سوله ساتونکی ځواکونو په کتار کی زيات عسکر افغانستان ته واستوي، چي په دي توګوه به دبريتانوی عسکرو شمېر په هغه هيواد کي 9500 ته ورسيږي...

https://p.dw.com/p/K6db
د بريتانيې لومړی وزير ګوردن براون
د بريتانيې لومړی وزير ګوردن براونانځور: AP

خو په عین وخت کی هم دبرتانيې حکومت او هم ناتو په دی ټینګار لري چی دناټو نور غړي هيوادونه هم په افغانستان کی خپل عسکر او پوځی اکمالات زيات کړی. هو په یوه دفاعي تړون کی به دا يوه طبیعی خبره وی چي ملګري هيوادونه خپل ملګری په خطرو کی یواځی پري نږدی . نو کله چي لويه برطانیا افغانستان ته غواړی زيات عسکر واستوی نو په حقیقت کی دناتو په نورو غړیو هیوادونو لکه آلمان باندی هم دا دیوه فشار مانا لری چی دوی هم دا کار وکړی.

دلويی برتانيې لومړي وزيرګوردن براون دچارشنبي په ورځ داکتوبر دمیاشتي په 14 نيټه په لندن کي ددغه هیواد دپارلمان په وړاندي په يوه وینا کی وايی چی غواړی افغانستان ته تر 500 پوري نور عسکر هم واستوی ، خو بيا وايي دا کار به په دي شرط سره وی چی نور ملګری هیوادونه هم په افغانستان کی دنړیوال سوله ساتونکی ځواکونو دپياوړی کولو به لاره کی خپله ونده تر سره کړی.

د 500 نورو عسکرو په لیږلو سره به په افغانستان کی دبرطانوی عسکرو شمير 9500 ته ورسیږی چی دامریکی دمتحده ایالتونو نه وروسته دوهم هیواد بلل کیږی چی په افغانستان زيات عسکر لري براون وايی:

«ددي دپاره چی مونږ په افغانستان کی وشو کړای خپل پلانونه لکه ددغه هیواد دملي پوځ او پوليسو روزنه ، امنیت او دخپلو ځواکونو دمقاومت دوام غښتلی کړو نو مادا پریکړه کړی چی دغه هیواد ته يو شمير نور عسکر هم واستول شی خو البته دیو لړ شريطو په رعایتولو سره»

دسیاسی کتونکو په عقيده دبراون دوروستی خبری مانا به داوی چی په افغانستان کی به دنړیوال اتلاف ټول غړی هیوادونه په صادقانه توګه خپله ونده تر سره کوی.

په بروکسل کی دناتو دفاعي تړون ویاند هم دلويی بربطاني له دی پریکړی څخه چی غواړی افغانستان ته نور عسکر هم واستوی ډیر شه هر کلی کړی خو دناتو په نورو غړیو هیوادونو باندی هم دا غږ شوی چی دوی هم دلويی برطانايي په شان عمل وکړی او وګوری چی په څه دول سره دوي په افغانستان کی خپله ونده زیاتولی شی

کله چی دبريتاني لمړی وزير ګوردن براون ددغه هیواد دپارلمان په وړاندی افغانستان ته دزياتو عسکرو دليږلو څخه خبری کولی نو په پارلمان کی ددغه هیواد دمخالف ګوند مشر براون ته ګوته نيسی او وايی:

«خو زه فکر کوم چی په دی وخت کی به دنوی پوځی تجربو وخت نه وی او ددي په ځای بايد مونږ هڅه وکړو چی ډير ژر زمونږ پیاوړی او زړور نارینه او ښځۍ چي افغانستان ته استول شوی دي ، بيرته خپلو کورنیو ته راستانه شی»

که څه هم داسی آوازي وی چی ښايی آلمان هم وغواړی په افغانستان کی دخپلو عسکرو شمير ډیر کړی او اوسني شمير چي 4500 ته رسیږی ، 7000 ته يي ورسوی ، خو آلمانانو به لمړی سر کی دا يوه آوازه بللي.

په مجموعی توګه په روان وخت کی دنړیوال سوله ساتونکی ځواکونو ISAF عسکرو شمير چي قومانداني يي دناتو په لاس کي ده 67000 ته رسیږی ، چي په دغه ډله کی زیاتره يي امریکايی ، برطانوي ، او الماني عسکر دي.

د 2001 میلادی کال راهيسی چی افغانستان ته بهرني عسکر تللي تر اوسه 221 تنه برطانوي عسکر په افغانستان کي وژل شوی دی او له همدي امله په لویه برطانیا کی ډير شمير وګړی په دی خوښ ندی چی ددوی عسکر په افغانستان کی پاتي شی.

دهغه احصايوی ولس پوښتني له مخی چی په لویه برطانیاکی د The Times دورځپانۍ له خوا شوی ، لږ تر لږه به سلو کی 36 وګړی ددي غوښتونکی دي چي له افغانستان څخه دی برطانوی عسکر ووځي.

Schmitz, Werner/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل