1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برتانوي ځواکونه د سنگين ولسوالۍ څخه پر شا سول

۱۳۸۹ شهریور ۲۹, دوشنبه

برتانوي ځواکونو د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ امينتي مسووليت امريکايي ځواکونو ته وسپاری. دا کار د هغه موافقې له مخه وسو چي د روان ميلادي کال په پيل کي سوې وه.

https://p.dw.com/p/PHXv
برتانوي ويندويانو هغه رپوټونه رد کړل چي ګواکي د هغوی سرتيرو په سنګين ولسوالي کي د طالب ياغيانو په وړاندي ماته خوړلې.
برتانوي ويندويانو هغه رپوټونه رد کړل چي ګواکي د هغوی سرتيرو په سنګين ولسوالي کي د طالب ياغيانو په وړاندي ماته خوړلې.انځور: AP

د برتانيې د دفاع وزارت نن دا خبر تصديق کړی، چي د سنګين په ولسوالۍ کي امنيتي کنترول امريکايي ځواکونو ته سپارل سوی دی.

د برتانيې د دفاع وزير، لايم فوکس وويل چي، په افغانستان کي د ثبات د ټينګښت دپاره به برتانوي سرتيري د ياغيانو پر ضد د هلمند په مرکزي برخو کي جګړې ته دوام ورکړي.

په سنګين ولسوالۍ کي امريکايي ځواکونو ته د کنترول د سپارلو مسأله وروسته تر هغه راپورته سوه چي د تير کال په پای کي جمهورريس بارک اوباما افغانستان ته د لس ګونو زرو نورو سرتيرو د استول ستراتيژي تصويب کړه.

برتانوي ويندويانو هغه رپوټونه رد کړل چي ګواکي د هغوی سرتيرو په سنګين ولسوالي کي د طالب ياغيانو په وړاندي ماته خوړلې، او له دې وجي پوځي ماموريت امريکايي ځواکونو ته سپاري.

هلمند چي پکښي د افغانستان تر بل هر ځاي د طالبانو د فعاليت لمن پراخه ده، د دغه هيواد د ترياکو د سترو توليدونکو سيمو څخه شمېرل کيږي.

د نړۍ په سلو کي 90 ترياک چي په افغانستان کي توليديږي زياته برخه يې د هلمند څخه ده. کارپوهان وايي چي د بغاوت د تمويل يوه ډيره غټه سرچينه ترياک دي.

که څه هم چي د سنګين ولسوال محمد شريف په دې نظردی چي د دغي ولسوالۍ اوسيدونکي د برتانوي سرتيرو په وتلو خفه دي.

خو يو شمېر رپوټونه وايي چي په هلمند کي د بهرنيو ځواکونو د شتون پر ضد حتي د طالب ضد وګړو په منځ کي احساسات پياوړي سوي.

د سنګين د ولسوال هغه څرګندوني چي په کابل کي د ناټو په يوه وينا پاڼه کي راغلي ويل سوي دي چي: « هغه خدمت چي د برتانيې د سلطنتي ځواک قطعې دلته سرته ورساوه او هغه سرښندني چي هغوی په سنګين کي وکړې ساری نه لري.»

په افغانستان کي د تر اوسه 337 تنو وژل سوو برتانوي سرتيرو يو پر دريمه برخه يې په سنګين ولسوالي کي وژل سوي دي.

د برتانيې د فاع وزير فوکس وويل: « برتانوي سرتيرو په تيرو څلورو کلونو کي په سنګين کي خدمت وکړ. هغه لاس ته راوړني چي هلته هغوی درلودې، بايد ورباندي ووياړو. هغوی د افغانستان په يوه ډيره خطرناکه سيمه کي دنده تر سره کړه.»

هغه وويل: « په همدې وجه بايد د هغوی سرښندني موږ هيري نه کو. هغوی په افغانستان کي د نړيوال ماموريت د برياليتوب دپاره چي په حقيقت کښي زموږ د ملي امنيت د خوندي ساتني يوه برخه ده، د خپل ژوند په بيه يې خدمت وکی.»

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل