1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برتانيا نيمه برخه پوځيان له عراقه وباسي

۱۳۸۶ مهر ۱۷, سه‌شنبه

د امريکې متحده آيالاتو د برتانيې د حکومت د اعلان په وړاندې چې غواړي خپله نيمه برخه پوځيان له عراقه خپلو کورونو ته راولي، نرم غبرگون ښکاره کړی دی. د سپينې ماڼۍ يوې وياندې زياته کړه چې دغه پرېکړه په ناڅاپي ډول نه ده شوې

https://p.dw.com/p/DKCx
برتانيا ښايي د کال تر پايه پورې گڼ شمېر عسکر له عراقه وباسي
برتانيا ښايي د کال تر پايه پورې گڼ شمېر عسکر له عراقه وباسيانځور: picture alliance/dpa
او له هغو خبرو سره برابره ده چې لندن پخوا هم کړې دي. د برتانيې لومړي وزير گوردن براون ويلي وو چې په جنوبي عراق کې به د خپلو عسکرو شمېره 2500 تنو ته راټيټه کړي. دا مهال تر 5500 پورې برتانوي سرتېري په عراق کې ځای په ځای شوي دي. تېره اونۍ لومړي وزير ويلي وو چې د کال تر پايه پورې به ښايي زر تنه عسکر بېرته له عراقه وايستل شي.