1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برتانيه افغانستان ته نور عسکر لېږي

۱۳۸۸ آذر ۱۰, سه‌شنبه

دبريتانيې لومړي وزير ګورډن براون تېره اونۍ لا ويلي وه چي په افغانستان کي د افغان پوځ او د پوليسو په روزنه کي بايد چټک والی راوستل سي...

https://p.dw.com/p/KmmO
د برتانيې لومړی وزير ګوردن براون په هلمند کي د خپلو عسکر څخه د کتلو پر مهال
د برتانيې لومړی وزير ګوردن براون په هلمند کي د خپلو عسکر څخه د کتلو پر مهالانځور: AP

نوموړي ويلي وه چي افغان ځواکونه بايد ژر ددې جوګه کړل سي چي په ولايتونو کي د امنيت ساتنې دنده په غاړه واخلي تر څو په بهرني سرتيرو کي د کمښت راوستلو لاره هواره سي.

د دو شنبې په ورځ ګورډن براؤن د بريتانيې و اولسي جرګې ته په وينا کي وويل چي حکومت به افغانستان ته پنځه سوه نور بريتانوي عسکرولېږدوي چي په ترڅ کي به يې په افغانستان کي د بريتانوي عسکرو شمېر 9500 ته جګ سي. نوي بريتانوي عسکر چي په پام کي نيول سوې چي په همدغه مياشت به افغانستان ته ولېږدول سي د هلمند په ولایت کي به ځای پر ځای کړل سي. په خپله وينا کي براؤن د ګوتنيونکو په ځواب کي وويل:

بعضي کسان پوښتنه کوي چي پداسي حال کي چي القايده په خپله د بريتانيې دننه يا په سوماليه يا په يمن او يا د نړۍ په نورو هيوادونواو يا هم دانټرنټ له لاري منسجم کېدلای سي نو بريتانوي عسکر افغانستان ته ولي لېږدول کيږي. د هغه وجه دا ده چي القایدې د انسجام لپاره د افغانستان او پاکستان سرحدي سيمه غوره کړېده او هغه ځای څخه د نړۍ وال ترهګر مرکز په توګه کار اخلي. او زموږ د حکومت پرېکړه همداده چي د ترهګرۍ چاره هلته وکړي چيري چي يې منبع ده.

براون زیاته کړه چي د بريتانوي عسکرو د لېږد موخه همغه ده چي په 2001 م مېلادي کال وه او پکښي کوم بدلون ندی راغلی. يوازنی نوښت و موخې د رسېدو په لاره کي راغلی:

موږ خپلو موخو ته د يوې بلې لارې رسېدل غواړو. او هغه پدې توګه چي د 2007 م مېلادي کال په دسامبر کي زموږ هيواد لومړنی هيواد ؤ چي وړانديز يې وکړی چي افغان امنيتي چارواکي بايد دې ته چمتو کړل سي چي پخپله اوضاع کنټرول کړلای سي. موږ په دوامداره توګه دا هم ويلي دي چي د افغان حکومت پياوړي کول او هغه هم په ملي او سيميزه توګه په اصل کي د طالبانو کمزوره کول دي.

براون زياته کړل چي و افغان ځواکونو ته د امنيت دنده سپارل اصلي مقصد دی:

موږ په پام کي لرو چي اولسوالي په اولسوالي کنټرول افغان ځواکونو ته وسپارو او پدې لړ کي لومړۍ اولسوالۍ او لومړی ولايت په همدغه راتلونکي کال کي افغان ځواکونو ته وسپارل سي.

د براون دا اعلان چي افغانستان ته به لا زيات عسکر لېږدوي پداسي حال کي کيږي چي د امريکا اولس مشر باراک اوباما د افغانستان په هکله خپله نوې پاليسي اعلانوونکی دی. چي ښايي په ترڅ کي يې تر څلوردېرش زرو پوري نوي امريکايي عسکر افغانستان ته ولېږدول سي.

gu / Al-Dschasira/ احمدولي اڅګزی

کتونکی. زيارمل