1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برتانيه په افغانستان کي د خپلو ځواکونو د پياوړتيا لپاره يو مليارد يورو لګوي

۱۳۸۸ آذر ۲۵, چهارشنبه

خو ددغه اضافي بودجي دپوره کولو لپاره به دبرتانيي حکومت دې ته اړ وي، چي د هیواد دپوځي لګښت په نورو برخو کي سپما وکړي...

https://p.dw.com/p/L3cG
برتانوي ځواکونه په هلمند کي د پوځي عملياتو پر مهال
برتانوي ځواکونه په هلمند کي د پوځي عملياتو پر مهالانځور: picture-alliance/ dpa

د لويي برتانيې حکومت غواړي، چي په راتلونکي ميلادي کال کي په افغانستان کي د خپلو پوځي ځواکونو دپياوړتيا لپاره يو ملیارد يورو اضافي پيسې ولګوي.

خو ددغه اضافي بودجي دپوره کولو لپاره به دبرتانيي حکومت دې ته اړ وي، چي د هیواد دپوځي لګښت په نورو برخو کي سپما وکړي. څنګه چي دلويي برتانيي ددفاع وزير باب آینس ورت وايي، په افغانستان کي د برتانوي عسکرو لپاره دغه اضافي لګښت به ددريو راتلونکوکلونو لپاره وي.

آینس ورت دغه خبره د سه شنبې په ورځ په لندن کي هغه هیواد دولسي جرګې په وړاندي کړي ده.

په دغه پيسو سره به 22 عرادې ترانسپورټيChinook ډوله څرخي الوتکي واخيستل سي او تر 2013 ميلادي کاله پوري به لس عرادې دغه ډول الوتکي د بوینګ له شرکته څخه پوځ ته ورسیږي.همداشان دګولیو ضد واسکټونه ، داسي د وربينونه چي په تیاره کي تري کار اخيستل کیږي، او د مخابري نوي وسايل په افغانستان کي د آلماني عسکرو لپاره ولیږل سي.

سربيره پر دې لکه څنګه، چي آينس ورت ويلي دي، د 150 ملیونو سترلنګ پونډو په بیه به داسي يو پرګرام عملي سي، چي د سړک پر غاړه ښخ سوي بمونه کشف او له منځه يوړل سي.ددې لپاره، چي برتانيه په افغانستان کي دخپلو پوځي ځواکونو د پياوړتيا لپاره 900 ملیونه سټرلنګ پونډه برابر کړي، بايد سپما وسی اوددغه سپما لپاره به برتانویان په منځني انګلستان کي د Cottesmore پوځي هډه وتړي، د سمندري ځواکونو دوې بيړۍ به ودرول سي، د برتانيې ددفاع په وزارت کي به یو شمېر ملکي کار کونکي له کاره وايستل سي او په پوځي تعلیمي چارو کي به هم سپما وسي.

د لويي برتانيې ددفاع وزير آينس ورت وايي، چي دروان مالي او اقتصادي بحران له امله د لويي برتانيي په دولتي بودجه کي هم ډيري مالي ستونزي سته دي، نو له همدې کبله بايد ضروري لګښتونو ته د لومړیتوب حق ورکړل سي.

په روان ميلا دي کال کي د سلو څخه زيات برتانوي عسکر په افغانستان کي وژل سوي چي دغه شمېر د 2001 ميلادي کال راهيسي بيساری بلل کیږي. په سلو کي اتیا برتانوي عسکر د هغه بمي چاودونو په پيښه کي وژل سوي، چي د واټونو په خواو کي ښخ سوي يي.

AFPD/ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل