1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برتانيه په لندن کي د يو ستر ترورستي ګوزار خطر ويني

۱۳۸۸ بهمن ۴, یکشنبه

په راتلونکې اونۍ کي د لويي برتانيي په پلازمېنه لندن کي دوه نړيوا ل کنفرانسونه پلان سوي دي...

https://p.dw.com/p/LfZq
په لندن کي ټولو پوليسو ته د تيار سی امر سوی
په لندن کي ټولو پوليسو ته د تيار سی امر سویانځور: picture-alliance/dpa

دجنوري دمیاشتی پر 27 نيټه دیمن په هکله او بيا په سبایي یعني پر 28 د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په هکله په دغه ښار کي يو نړيوال کنفرانس جوړيږي. له همدي امله د شنبې د ورځي راهيسي د لويي برتانيې حکومت د لندن په ښار کي د ترهګرۍ د یوه ګوزار خطرپه جدي ډول سره ویني او دداسي يوه ګوماني خطر د مخنوي دپاره جدي تدابير نیول سوي دي او د ترهګرۍ ګواښ دوهم حد ته لوړ سوی، پدې مانا، چي دیوه تروريستي ګوزار د خطر احتمال ډير زیات لیدل کیږي.

که څه هم سمدستي د ترهګرۍ کوم پلان نسته،خو داچي ولي بیاهم ددغه خطر دګواښ ددوهم حد څخه خبري کیږي په دې هکله د لويي برتانيې دکورنيوچارووزير جانسون د زیاتو توضيحاتو د ورکولو څخه ډډه کوي. ويل کيږي،چي د ترهګرۍ ګواښ د ترهګرۍ د څېړني د مر کز له خواسوی او د نوموړي مرکز مالومات د استخباراتي منابعو څخه تر لاسه سوي. د لويي برتانيې د کورنيو چارو وزير وايي:

«د ترهګرۍ دڅېړونکي مرکز له خواپرله پسې د حالاتو څارنه کیږي. دغه مرکز ته پرله پسې زيات مالومات راځي او بيا مرکز ددغه مالوماتو پر بنسټ پریکړي کوي او تدابير نيسي. بايد وویل سي، چي مرکز ته مالومات هم د کورنيو او هم د بهرنيو استخباراتو څخه راځي.»

دغه پریکړه کيدای سي دهغه مالوماتو سره تړاو ولري، چي دکريسمس په ورځوکي په یوه امريکايي الوتکه کي پېښه سوي. دغه الوتکه د ديترويد په لور روانه وه او یوه ځوان نايجریايي غوښتل، چي دغه الوتکه په هغه چاوديدونکو موادو سره چي له ځان سره يي تير کړي ول په هوا کي وچاودوي، خو پلان يي له ناکامۍ سره مخامخ سوي و.

دغه ځوان چي عبدالمطلب نو ميده ددغه تروریستي عمل لپاره په یمن کي روزل سوی و. داچي په لندن کي د جنورۍ د مياشتي پر 27 نېټه ديمن په حالاتو باندي خبري کیږي ،او دکنفرانس برخه وال غواړي په یمن کي د القاعدې د نړیوال تروريستي سازمان پر ضد دګډو اقداماتو په هکله خبري وکړي نو ددغي سیمي ترهګر هم غواړي ددغه اقداماتو په مقابل کي که وسي کړای په یوه تروريستي عمل سره غبرګون وښه يي.

د لندن په مرکز کي پوليس د ځار پر مهال
د لندن په مرکز کي پوليس د ځار پر مهالانځور: AP

د يمن د کنفرانس څخه يوه ورځ وروسته د جنوري دمياشتی پر 28 نېټه دافغانستان په هکله خبري کیږي او دغه کنفرانس ته د نورو برخه والو ترڅنګ دافغانستان ددولت مشر حامد کرزی او د امريکا دمتحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزيره مېرمن کلینټن هم ونډه اخلي.

دلويي برتانيې د کورنيو چارو وزير جانسون ددغه هیواد له وګړو څخه غوښتنه کوي، چي دوی بايد په دغه ورځو کي ډير بيداره ووسي.

«څه چي زه غواړم عامه وګړو ته ووايم هغه دادي، چي دوي بايد بيداره وي او دپوليسو او نورو امنیتي مامورینو سره خپلي مرستي ونسپموي. موږ پدې پوهیږو، چي زموږ هیواد دنړیوالو ترهګرو تر تهديد لاندي دی.»

داچي په لویه برتانيه کي دترهګرۍ د ګواښ دخطر حد لوړ سوي، مانا يي دا ده چي ددغه هيواد په ټولو هوايي ډګرونو اوهغه ودانيو کي، چي حساسي وداني او ادارې بلل کیږي، امنیتي تدابير زيات سوي دي.

خو داچي دلويي برتانيې د کورنيو چارو وزير دګوماني خطرونو په اړه زیاتي څرګندوني ندي کړي، له دې امله د لويي برتانيې پر حکومت باندي نيوکي هم سوي. د مثال په توګه ددغه هیواد محافظه کار سیاست وال پاتر يک مرسر وايي :

«موږ بايد بيداره ووسو خو داچي موږ بايد څه شي ته زياته پاملرنه وکړواو ولي پدې هکله حکومت موږ په تیاره کي پريښي یو. بايد موږ ته ويل سوي وای، چي څه خبره ده ؟

Huhn, Torsten/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل