1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برليناله: طلايي خرس د چينايي فلم په برخه سو

زيلکه بارټليک / احمدولي اڅکزی۱۳۹۲ بهمن ۲۷, یکشنبه

د فبرورۍ د ۶مي او ۱۶ نېټي تر منځ د آلمان په برلين کي د برليناله په نوم نړی وال فلمي فيسټوال تر جوړ سو. د ۶۴ م برليناله فيسټوال طلايي خرس جايزه د يو چينايي فلم په برخه سوه. آلماني فلمونه د طلايي خرس څخه بې برخي پاته سول.

https://p.dw.com/p/1B9x7
انځور: Reuters

د طلايي خرس لپاره ۲۰ فلمونه نومول سوي ول چي په آخره کي « د بهترينه فلم» دغه تر ټولو لوړه جايزه يو چينايي فلم خپله کړه. ښايي هيڅ چا داسي اټکل نه ؤ کړی چي «باري يان هوا» ( تور سکاره، نازک يخی) به د فيسټوال تر ټولو مهمه جايزه ترلاسه کړي. د خصوصي څارگرۍ پر موضوع راڅرخېدونکی دغه فلم د چينايي فلم جوړونکي دياو يينان لخوا جوړ سوی دی.

د دغه فلم مرکزي نارينه ممثل لياو فان د فلم لپاره د ښه نارينه ايکټر د سپينو زرو خرس جايزه هم ترلاسه کړه. نوموړي په فلم کي د يو ډېر بدخُلقه پخواني پوليس چارواکي ږانگ رول لوبولی دی.

گوښه سوی پوليس چارواکی

د فلم د داستان له مخي دغه پوليس چارواکی هغه وخت له دندې څخه گوښه کړل سي، کله چي د جرايمو ضد عملياتو په ترڅ کي خورا خونړي پايلي رامنځ ته سي. نوموړی بيا د خپلي ماندينې څخه هم جلا سي. د مېرمني څخه د جدايي وروسته هغه نشې ته مخ کوي او په يو کوچني چينايي ښار کي د يو چوکيدار په توگه کار کوي.

د فلم په جريان کي يوه ډېره عجيبه پيښه ښودل کيږي. د پخواني پوليس چارواکي د دندې د وخت په څېر په ناڅاپي توگه د مړو د جسدونو ټوټې رابرسېره کيږي. دغه ټوټې په مسمومه توگه د ښوروا پلورونکي په ښوروا کي هم وموندل سي.

د مړي ټوټې په ښوروا کي

يو ځل بيا د دغي پيښي نخښي تر ښکلي وو ږيږين نومي جامو مينځونکي ښځي پوري رسيږي. د وو ږيږين دغه رول گوای لون مای تمثيل کړی دی. د دغو عجيبه پيښو د رابرسېره کېدو وروسته پخوانی پوليس چارواکی ږانگ په خپل سر تحقيقات پېلوي چي په ترڅ کي يې يو ځل بيا مين کيږي هم.

دا چي د فلم جوړونکي د ښکلي ښارونو پر ځای په خپل فلم کي د يو خړ پړ ښارگوټي حالات انځور کړي دي، نو ورته د طلايي خرس جايزه ورکول سوه. پدغه فلم کي د چين د شمال يو کوچنی ښار ښودل سوی دی.

Berlinale Filmstills - Bai Ri Yan Huo NO SOCIAL MEDIA
انځور: Berlinale

په لومړي سر کي فلم په خورا آرامه سره پېليږي چي پکښي تر زياتي کچي د ليري پرتې کېمرې په مرسته فلمبرداري سوې ده. په فلم کي د رنگونو او بېلابيلو ږغونو څخه کار اخيستل سوی دی. په فلم کي د داستان ويلو پر وخت د تجسس څخه کار اخيستل سوی دی چي په آخره کي يې پخوانی پوليس چارواکی ږانگ يوه هېښوونکي نتيجې ته رسيږي.

د طلايي خرس جايزه تر لاسه کوونکي فلم تر څنگ دوه نور چينايي فلمونه هم په سږني فيسټوال کي برخه وال ول. د دغو څخه يو فلم «توی نا» چي د يې لوا فلم جوړونکي لخوا جوړ سوی دی، د ښې فلمبردارۍ لپاره د سپينو زرو خرس جايزه ترلاسه کړه.

د کتونکو انتخاب

د برليناله په نندارو کي تماشه چيانو د امريکايي فلم جوړونکي ريچرډ لينکلېټر «بوای هوډ» (هلکتوب) نومي فلم ډېر خوښ کړی ؤ. پدغه فلم کي د لسو کالو جريان فلمبرداري سوی دی چي په ترڅ کي يې همدغه ممثلين هر کال فلمبرداري کيږي. پدې توگه سره د وخت د تېرېدنې د انځورولو هڅه سوې ده.

د «بوای هوډ» يو انځور
د «بوای هوډ» يو انځورانځور: Martina Sowinski

دغه فلم د ۱۹ نورو فلمونو تر څنگ و طلايي خرس ته کانديد ؤ خو په آخره کي يې صرف يو د سپينو زرو خرس تر لاسه کړ. د سپينو زرو د خرس دغه جايزه د بهترينه ډايريکټرۍ لپاره و لينکلېټر ته ورکول سوه.

د برليناله د ژوري هيئت ځانگړې سږنۍ جايزه د «گرېنډ بوداپست هوټل» په برخه سوه. پدغه امريکايي فلم کي خورا مهمو او نامتو فلمي ايکټرانو تمثيل کړی دی.

د جايزو لپاره په سياليو کي څلور آلماني ژبي فلمونه هم کانديد ول. پدې ترڅ کي د «کرويڅوېگ» (څلورلاري) نومي فلم سکرپټ يا داستان ليکونکو ته د سپينو زرو د خرس جايزه ور په برخه سوه.

په سږنۍ برليناله کي دوه افغان فلمونه هم نندارې ته وړاندي کړل سوه، خو جايزه يې ونه گټله.

د برليناله سږنی فيسټيوال په يوه لويه بريا سره پای ته ورسېد. پدې ترڅ کي د فبرورۍ د ۶ څخه بيا تر ۱۶مې نېټي پوري تر ۳۳۰۰۰۰ څخه زيات د فلمي نندارو ټيکټان خرڅ سول، چي دا يو نوی ريکارډ دی.