1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برلين د افغانستان جنوب ته عسکر نه لېږی

۱۳۸۶ بهمن ۱۵, دوشنبه

د امريکا متحده ايالتونو د آلمان څخه غوښتنه کړی ده، تر څو د افغانستان جنو ب ته هم خپل عسکر ولېږی. خو آلمان دغه غوښتنه نه منی. د امريکا دفاع وزير وايي، چې د ناتو راتلونکی په خطر کې ده.

https://p.dw.com/p/DKGA
د آلمان د دفاع وزير فرانس يوسف يونگ او د افغانستان د دفاع وزير رحيم وردک په کابل کې
د آلمان د دفاع وزير فرانس يوسف يونگ او د افغانستان د دفاع وزير رحيم وردک په کابل کېانځور: AP

د آلمان دفاع وزير فرانس يو سف يونگ د امريکا د دفاع وزير غوښتنه رد کړی ده. ده ژورنالستانو ته په برلين کې وويل:
موږ به د افغانستان په شمال کې پاتی شو او هلته به خپلو دنډو ته دوام ورکړو. يوازی د عاجلې ضرورت په وخت کې د آلمان عسکر د افغانستان جنوب ته تللی شي.
همده شلن د آلمان د بهرنيو چارو وزير شتاين ماير د افغانستان په جنوب کې آلماني عسکر نه مني.